شنونکي: د طالبانو د نظامي کمېسیون لارښوونه د امریکا په فشار شوې

د طالب ډلې نظامي کمېسیون تازه خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په خپلسرې توګه بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې له ځای ورکولو ډډه وکړي. په دغه لیک کې لیکل شوي، که چا سرغړونه وکړه، سزا به وویني.
خو نظامي او استخباراتي شنونکي باور لري چې د امریکا فشارونو په طالب ډله کې د بدلون راوستلو لامل شوي او په وینا یې، خپلو جنګیالیو ته یې وروستۍ لارښوونه هم د دغه هېواد د فشارونو له کبله کړې ده.

امریکا ملي دفاع وزارت ته ۶۴۰ جنګي وسایط وسپارل

ملي دفاع وزارت وايي، امريکا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره د نویو ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته وکړه.

له ياد وزارته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، په دې مرستو کې ۴۰۳ هاموې،۴۳ رنجرې، ۲۳ امبولانس او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دي…

لويې څارنوالۍ په تېرو دوه مياشتو کې د ۲۲۴ اداري فساد دوسيو څېړنه کړې

د لویې څارنوالۍ مسوولان وايي، یوازې د روان لمریز کال په قوس او جدي مياشتو کې يې د اداري فساد  ۲۲۴ دوسيې څېړلي چې په دې دوسيو کې ۵۰۰ کسان تورن دي. د دوی په وينا، د يادو قضيو په تړاو ۵۰۰ تورن کسان محکمې هم ته معرفي شوي دي.

د غربت له کبله له زده‌کړو محرومېدل؛ هېواد کې د جګړو پایلې

په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه ګندوز کې د څو کلونو جګړو  او ناامنيو له کبله ډېرو خلکو قربانۍ ورکړې. هغه کسان چې کندوز کې ووژل شول ډېری يې د کورنيو سرپرستان وو او ډېری ښځو چې په دغو جګړو کې خپل خاوندان له لاسه ورکړي، بې سرپرستې او ماشومان يې يتيمان شوي.

افغانستان کې ۷۶ سلنه ماشومان د وسله‌والو ډلو په لیکو کې فعالیت کوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دغه کمېسیون د یوه تازه راپور موندنې ښيي، سره له دې چې په روان کال کې د جګړې له کبله د ماشومانو په مرګ‌ژوبله کې کموالی راغلی، خو په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کچه ۲۵ سلنه او د زیانمنو او له زده‌کړو د پاتې ماشومانو کچه هم ۱۶ سلنه لوړه شوې ده.