د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دغه کمېسیون د یوه تازه راپور موندنې ښيي، سره له دې چې په روان کال کې د جګړې له کبله د ماشومانو په مرګ‌ژوبله کې کموالی راغلی، خو په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کچه ۲۵ سلنه او د زیانمنو او له زده‌کړو د پاتې ماشومانو کچه هم ۱۶ سلنه ډېره شوې ده.

د بشري حقونو کمېسیون پرون «په ۱۳۹۹ کې د ماشومانو د بشري حقونو وضعیت» راپور خپور کړ.

یاد کمېسیون په دغه راپور کې له ۵ زره او ۳۱۸ ماشومانو سره چې ۳ زره او ۸۰۷ یې هلکان او ۱۵۰۹ یې هم نجونې دي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې خبرې اترې کړې دي.

په راپور کې لیکل شوي چې ماشومان اوس هم په افغانستان کې قرباني ورکوي او په وسله‌والو نښتو کې ښکېل دي. د دغه راپور پر بنسټ، په ۱۳۹۹ کال کې ۱۲۶ ماشومانو د دولت وسله‌وال ځواک او د دولت د مخالفو وسله‌والو ډلو په لیکو کې فعالیت کړی دی. له دې ډلې ۹۶ ماشومانو چې ۷۶،۲ سلنه جوړوي د دولت د وسله‌والو مخالفانو په لیکو کې او ۱۵ سلنه نورو هم د افغان ځواکونو په لیکو کې فعالیت کړی دی.

دغه راپور ښيي چې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفانو لیکو ته د ماشومانو جلب و جذب د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه ډېر شوی دی. په ۱۳۹۸ کال کې یوازې ۹۰ ماشومانو د دولت او د دولت وسله‌والو مخالفانو په لیکو کې فعالیت درلود.

د بشري حقونو د کمېسیون د راپور له مخې، په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې په نښتو کې ښکېل دي، ۲۵ سلنه ډېر شوی دی.

د ۵ زره او ۳۱۸ ماشومانو له ډلې ۱۳۹۱ یې د بېلابېل تاوتریخوالي قرباني شوي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه لوړه شوې ده.

په ۱۳۹۸ کال کې د ۵ زره او ۲۴۸ ماشومانو له ډلې ۵۳۵ یې چې د دغه شمېر ۱۰ سلنه جوړوي، د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

په ۱۳۹۹ کال کې ۴۵ سلنه ماشومان چې شمېر یې ۶۲۸ ته رسېږي، د رواني تاوتریخوالي، ۴۳،۶ سلنه چې شمېر یې ۶۰۶ کېږي، د فزیکي تاوتریخوالي، ۳،۲ سلنه چې ۴۴ تنه کېږي، د اقتصادي تاوتریخوالي او ۲،۴ سلنه نور هم ۳۴ ماشومان دي، د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي. دغه راز، ۵،۷ سلنه ماشومان چې ۷۹ تنه کېږي د نور، لکه د لفظي، رواني، فزیکي، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د څارنې موندنې ښيي چې د ۵۹۸ ماشومانو له ډلې ۱۱۲ یې چې ۱۸،۷ سلنه کېږي، ادعا کړې ده چې د بندي کېدو پر مهال شکنجه شوي او ناسم چلن ورسره شوی دی. همدارنګه، ۲۰۰ ماشومانو چې ۳۳ سلنه جوړوي، ویلي چې له ټاکل شوې مودې ډېر وخت بندیان شوي، خو ۲۸۶ نورو ماشومانو بیا د خپل بشري حقونو د نقض په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، په روان کال کې د ښوونځي په اړه د ماشومانو د منفي لید، ناامنۍ، کاري بوختیاوو او له زده‌کړو نه د هغوی د کورنیو مخنیوي له کبله له ښوونې او روزنې د ماشومانو لرې پاتې کېدو کچه هم د تېر کابل په پرتله لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام