Asset 1SWN

د کاپیسا د شخړو د حل امر یو خبریال او د هغه تصویراخیستونکی ډبولي

د کاپیسا د شخړو د حل امر له خپلو وسله‌والو کسانو سره په دغه ولایت کې یو خبریال او د هغه تصویراخیستونکی وهلی ډبولی دی.

د دانش راډیو ټلوېزیون خبریال مقبول نوري او د هغه تصویراخیستونکی نن غرمه د کاپیسا ولایت د شخړو د حل امر عبدالوارث قاضي او د هغه د وسله‌والو له لوري وهل شوی دی. عبدالوارث قاضي یاد کسان دوه ساعته بندیان کړي هم دي.

مقبول نوري سلام‌وطندار ته ویلي چې د سلګونه جریبه غصب شوې ځمکې په اړه د راپور جوړولو په موخه کاپیسا ته تللی و، خو د دغه ولایت د شخړو د حل امر او د هغه ساتونکو ځکه وهلی ډبولی چې د غصب شویو ځمکو تصویرونه یې اخیستل.

هغه ټینګار کوي چې یاد حکومتي چارواکي ترې وسایل اخیستي او دوه ساعته یې بندیان کړي هم وو.

د کاپیسا والي عبداللطیف مراد هم دا پېښه تاییدوي او ژمنه کوي چې د دغه ولایت ولایتي اداره به یې وڅېړي.

خبریالان تل په کاپیسا او شاوخوا نورو ولایتونو کې د پېښو د انعکاس او د اطلاعاتو راټولولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شوي چې دا ستونزې بیا ان د چارواکو او مسوولانو پر شخصي عقدو بدلې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام