Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان کې ټرافیکي پېښې دوه کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان کړي

baghlan 1

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو موټرو ترمنځ په شوي ټکر کې دوه کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د چنګاښ دویمه، د جمعې ورځ) سهار څلور بجې شوې ده.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په وینا، یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر چې له بغلان څخه د کابل پر لوري روان و، د بغلان د دوشي ولسوالي په «دهنه‌ی لرخواب» سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر شوی دی.

هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې د «۵۸۰» ډوله موټر چلوونکی او د هغه کلینر مړه شوي او ۲۱ نور کسان ټپیان شوي چې د سیمې اوسېدونکو له لوري د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بغلان د ولایتي روغتون ډاکټران بیا د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بولي او وايي چې د لا ښې درملنې په موخه کندوز ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او ګڼ‌شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام