په میدان وردګ کې د «مڼې ګل» دودیزه مشاعره جوړه شوه

په میدان وردګ کې د مڼې ګل یوویشتمه دودیزه مشاعره سږ کال د دغه ولایت د چک ولسوالي اړوند د «چک برښنا بند» سیمه کې جوړه شوه چې ګڼ‌شمېر نوموتو شاعرانو او مینه‌والو په‌کې ګډون کړی و. دا مشاعره پرون ماسپښین درې بجې پیل او د بېګاه شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

المان راتلونکې اوونۍ د افغانانو د اېستلو بهیر بیا پیلوي

ډویچه‌ویله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د المان دولت راتلونکې اوونۍ د افغانانو د منلو او اېستلو بهیر بیا پیل کړي.
د ډویچه‌ویله د راپور پر بنسټ، د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې المان خبري اژانس ته ویلي چې د جون په ۲۶مه به په افغانستان کې د المان مخکینیو محلي کارکوونکو او له ګواښ سره د نورو مخ افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي.

بغلان کې ټرافیکي پېښې دوه کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان کړي

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو موټرو ترمنځ په شوي ټکر کې دوه کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د چنګاښ دویمه، د جمعې ورځ) سهار څلور بجې شوې ده.