ډویچه‌ویله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د جرمني دولت راتلونکې اوونۍ د افغانانو د منلو او اېستلو بهیر بیا پیل کړي. ډویچه‌ویله دا خبر د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خپور کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ډویچه‌ویله د راپور پر بنسټ، د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې المان خبري اژانس ته ویلي چې د جون په ۲۶مه به په افغانستان کې د جرمني د مخکینیو محلي کارکوونکو او له ګواښ سره د نورو مخ افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي.

المان د افغانانو د لېږد پروګرام د روان زېږدیز کال د مارچ په پای کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره وځنډېده.

ډویچه‌ویله لیکلي چې په راتلونکې کې به د المان ویزو له غوښتونکو سره امنیتي مرکې وشي، څو د جعل‌کارۍ او ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانانو د منلو بهیر به په راتلونکو اوونیو کې په تدریجي ډول چټک شي او هره میاشت به ۱۰۰۰ کسان ومنل شي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د المان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د هغو افغان کډوالو د دوسیو څېړل ورته لومړیتوب لري چې په پاکستان او ایران کې په تمه دي او وروسته به بیا نور کسان له افغانستان څخه را وباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام