Asset 1SWN

ستړیاوې او کړاوونه؛ افغان کډوال: نړیوالو بنسټونو مو غږ نه دی اورېدلی

Pakistan-Afghanistan

افغانستان کې روان اقتصادي او امنیتي وضعیت لامل شوی چې میلیونونه افغانان د یوې ښې راتلونکې او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوالي وکړي.

ډېری وخت دغه افغان کډوال پر قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته زړه ښه‌ کوي چې ګڼ‌شمېر یې د لارو په اوږدو کې له‌منځه ځي او هغه چې خپل منزل ته رسېږي، د ژوند له بېلابېلو کړاوونو او ننګونو سره مخ وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه د اندېښنو په لړ ګې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه‌ګۍ سره ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د ډېرو پیسو د راټولولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منتو په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین ته په کتو افغان کډوال لاسنيوي ته اړتیا لري.

ایران کې یوه افغان کډوال عادل‌بېک سلام‌وطندار ته وویل: «دوه کاله کېږي چې ایران کې یم، دې موده مې ولیدل چې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمنونکی دی او ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی. دې موده کې د نړیوالو بنسټونو له لوري ډېرې ژمنې سره شوي، خو تراوسه هېڅ بنسټ کار نه دی کړی.»

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې ګڼ‌شمېر افغان کډوال په‌کې اوسېږي او ډېری وخت د دغه هېوادونو د پولیسو او چارواکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ وي.

اقتصادي ستونزې، د قانوني اسنادو نه لرل، د کونسلي خدمتونو نشتون او  د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران او پاکستان ناوړه چلن لامل شوی چې دوی یادو هېوادونو کې روغتیا او زده‌کړو ته لاسرسی ونه‌لري.

پاکستان کې افغان کډوال میرویس ځاځي وویل: «اقتصادي ستونزې او کونسلي خدمتونو ته نه لاسرسی د نورو ستونزو لامل شوی دی او همدا ستونزې لامل شوي چې افغان کډوال له خپلو حقونو محروم شي او حتا د ناروغۍ پرمهال د درملو پیسې نه‌لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د بشري حقونو څاربنسټ په تازه‌ګۍ سره اعلان کړی چې څه باندې ۲۴۰۰ افغان کډوال په عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ بشردوستانه مرکز کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام