Asset 1SWN

ولسمشر: نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله افغانان له سولې بې‌برخې کړي

155276259_3726388464104035_4545245497021946356_o

ولسمشر محمداشرف غني نن د سرتېري ملي ورځې په مناسبت غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله افغانان له سولې بې‌برخې کړي دي.

د سرتېري ملي ورځ نن په ځانګړو مراسمو سره د ولسمشر او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د ملي دفاع وزارت په انګړ کې ونمانځل شوه. دا ورځ د پلازمېنې په ګډون، په ولایتونو کې هم ونمانځل شوه او خلکو خپلو سرتېرو ته د هغوی د سرښندنو ستاینې په موخه ګلان ورکړل.

ولسمشر محمداشرف غني په یاده غونډه کې وویل: «نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله کېږي چې چې یو ملت له ستر تاریخ، ځلانده تمدن او ژوندي خلک له خپل بنسټیز حق نه چې سوله ده، بې‌برخې کړي او دا د زغم نه ده. موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو او راتلونکې ده.»

ولسمشر که څه هم په دې اړه نور جزیات ور نه کړل، خو زیاته یې کړه چې څه موده مخکې یې هم دا موضوع د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۶مه غونډه کې هم یاده کړې ده.

د نوموړي په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې لپاره د مناسب چاپېریال برابرولو لپاره جوړوونکی رول لري او هغه جګړه چې د خلکو پر وړاندې روانه ده، له انسانیت، عدالت او حقانیت سره په ټکر کې ده او له اسلام سره هم هېڅ تړاو نه لري.

ولسمشر غني وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پیاوړتیا او تجهیز ورته لومړیتوب لري او د دولت تر ټولو لومړنۍ دنده همدا ده.

هغه زیاته کړه: «نن د افغان دولت او ملت لپاره ستر ویاړ دی چې خپل اتل دفاعي او امنیتي ځواکونه نمانځي او یو ټینګ او دنګ افغانستان ستاسو له برکته پر پښو ولاړ دی.»

د ولسمشر محمداشرف غني په وینا، که امنیتي او دفاعي ځواکونه نه وای، دولت به هم نه و او ټول دولت او خلک د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د یوې ملي پانګې په سترګه ورته ګوري.

نوموړی وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شپږو کلونو کې څو کلنه لاره وهلې او له خپلو ځواکونو د خلکو ملاتړ په تېرو ۱۴۰ کلونو کې بې‌ساری دی. ولسمشر افغان ځواکونه د هېواد د اساسي قانون ساتونکي او پالونکي بولي او زیاتوي چې دغه ځواکونه نه یوازې د افغانستان خپلواکي، بلکې د نړۍ امنیت هم ساتي.

ولسمشر په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د کورجوړونې بهیر پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام