Asset 1SWN

د افغانانو لپاره د جرمني نوی پروګرام؛ خبریالان: زموږ په نوم دې نور نه وباسي

سیدعمر سهار

له هغه ورسته چې اسلامي امارت د تېر زېږدیز کال د اګېسټ په ۱۵مه واک ته ورسېد، د خبریالانو په ګډون، یوشمېر کسانو چې افغانستان کې یې ځان خوندي نه باله، له هېواده یې د وتلو هڅې پیل کړې.

خو دا چې یوشمېر هېوادونو د ځینو نورو کټګوریو په پرتله خبریالانو ته لومړیتوب ورکاوه او په اسانۍ یې د هغوی د اېستلو او پناه‌ اخیستلو غوښتنلیکونه منل، د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه هم پیل شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د یوې خصوصۍ رسنۍ خبریاله حکیمي وايي، له تېر کال راهیسې ګڼ‌شمېر داسې کسان د خبریال په نوم له هېواده واېستل شول او په اروپايي هېوادونو کې مېشت شول چې خبریالان نه وو. د هغې په خبره، د یوشمېر رسنیو مشرانو هم د خبریالانو او کارکوونکو پر ځای، د خپلو کورنیو غړي بهر ته ولېږل.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه یو ځل بیا له افغانستانه هره میاشت د ۱۰زره کسانو د اېستلو لړۍ د پیل کېدو خبر ورکړ. د معلوماتو له مخې، په دغه شمېر کې خبریالانو ته هم د پام وړ ځای ورکړل شوی دی.

خو خبریالان اسلام‌الدین احمدي او عمران دانش اندېښنه ښيي چې د دغه بهیر له پیل سره سم یو ځل بیا د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لړۍ چټکه شوې ده.

دوی وايي، یوشمېر کسان هڅه کوي چې د پیسو په زور جعلي سندونه جوړ او پر مټ یې، جرمني ته ځانونه ورسوي. دغه خبریالان د رسنیو له مسوولانو او نورو اړوندو لوریو نه غواړي چې په دغه کار سره د خبریالانو او رسنیو حیثیت ته زیان ونه رسوي او پرېږدي چې وړ کسانو ته په‌کې چانس برابر شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی هم مني چې له تېر یوه کال راهیسې د رسنیو او خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي. د نی مشر ظریف کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه کار په ملي او نړیواله کچه د افغان خبریالانو او رسنیو باور ته زیان رسوي.

نوموړی وايي، هغه کسان چې جعلي سندونه یې جوړ کړي، باید د خبریال حق ور نه کړل شي او نړیوال بنسټونه باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي د افغان خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه لوی خیانت او نه بښوونکی کار بولي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې افغانستان کې سلګونو رسنیو خپل فعالیتونه درولي چې له کبله یې زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او یوشمېر یې هم پر ناقانونه لارو د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام