Asset 1SWN

د راډیو نړیواله ورځ؛ «مالي ستونزو د راډیويي خپرونو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی»

د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې دا مهمه او نوموتې رسنۍ د مالي ستونزو او محدوديتونو له امله د خپرونو د کمیت او کیفیت له کمښت سره مخ ده. په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د ځینو راډیوګانو مسوولان وايي، پر رسنیو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو هېواد کې د راډیويي خپرونو پر کیفیت او کمیت منفي اغېز کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په کابل کې د چنار راډيو د نشراتو مدیر عصمت‌الله حليم او جوزجان کې د ارمغان راډيو مسوول رسول سرداش سلام‌وطندار ته ویلي چې د راډيوګانو د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله په راتلونکو کلونو کې د راډيوګانو د اغېزمن فعاليت هيله نه لري. دوی زیاتوي:

«اقتصادي ستونزې دي چې ان خپل تر ټولو مسلکي غړي یې له لاسه ورکړل. راډیوګانې د کارکوونکو تنخواوې نه‌شي ورکولای. دغه وضعیت پر کمیت اغېز کړی، د درېوو کسانو پر ځای یو کس کار کوي. د خپرونو شمېر کمېږي او تخنیکي وسایل کمزوري دي؛ ځکه د لوی ټرانسمېټر لپاره د برښنا برابرولو وسه نه لرو.»

«سیاسي بدلون د نشراتو پر پالیسي، کاري فرصتونو او اقتصاد ناوړه اغېزې کړي؛ د اقتصادي سرچینو نه‌شتون د نظراتو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی.»

په ورته وخت کې د راډيوګانو يوشمېر کارکوونکي هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې پر راډيویي خپرونو محدوديت د دې لامل شوى چې د راډيو د اورېدونکو او مينه‌والو شمېر هم راکم شي.

په کابل کې د یوې راډیويي خپرونې چلوونکې معصومه وايي: «محدودیتونه او بندیزونه لامل کېږي، څو څرنګه چې باید کار وکړې، ویې نه‌شې کړای. دغه وضعیت د مالي ملاتړ د کموالي لامل شوی او راډیوګانې ډېر نشرات نه‌شي کولای، علاقه‌مندان یې په کمېدو دي.»

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د شمېرو له مخې، اوس په ټول افغانستان کې څه باندې ٢٥٠ راډيوګانې فعاليت کوي. د دې اتحادیې مرستیال فرهاد بهروز سلام‌وطندار ته ویلي: «اوس په ټول افغانستان کې ۲۷۵ راډیوګانې فعالیت کوي. په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۱۹ نوې راډیوګانې جوړې شوي او ۲۴ نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی. په تېر یوه کال کې نهو راډیوګانو خپل فعالیت پريښی او اوو نورو خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.»

راډيو د افغانانو په منځ کې یوه وتلې او مهمه رسنۍ ده چې د ځينو اورېدونکو په وينا یې، د راډيويي خپرونو په اورېدو سره يې پخواني يادونه را تازه کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همایون چې د راډیویي خپرونو اورېدونکی دی وايي، له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې راډیویي خپرونې اوري. هغه زیاتوي: «پخوانۍ خپرونې زموږ لرغوني دودونه را ژوندي کوي. د راډیو نشرات موږ ته پخوانۍ خاطرې را تازه کوي. پخوا برښنا نه وه، مینه زیاته وه. ټول به سره ناست وو او راډیويي خپرونې به یې په ټوله مینه اورېدلې.»

بله‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان په هېواد کې د راډیويي نشراتو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکوي. د یادونې ده چې اوس په افغانستان کې د ۲۷۰ ښځو په ګډون، څه باندې دوه زره کسان په راډیوګانو کې کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام