Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزني اوسېدونکي د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت یو پُل جوړوي

ghazni-q8dowinzd429zgowqsdb6irfinkxh9r4qkwzncfybs

د غزني اوسېدونکو نن (د چنګاښ دویمه، د جمعې ورځ) د دغه ولایت په جاغوري ولسوالي کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمې اوسېدونکی عباس شایان سلام‌وطندار ته ویلي چې د «فیاضیان پُل» په نوم دغه پُل به د جاغوري ولسوالي په سیداحمد سیمه کې د څلور متره لوړوالي، ۱۲ متره اوږدوالي او پنځه متره پلنوالي سره جوړ شي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، پر دغه پُل څه باندې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې د درېوو اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې په وروستیو دوو کلونو کې دا پنځمه پروژه ده چې د سیمې اوسېدونکو له لوري پلې کېږي. تر دې مخکې یې هم په خپل مالي لګښت ښوونځي، د لویې لارې پلونه او یوه حسینیه جوړه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام