Asset 1SWN

له ډیجیټل حکومتولۍ تر کاغذپرانۍ؛ کابل کې به نور د پاسپورټ لپاره حضوري نوملیکنه کېږي

Passport-q34855dd1684u1y1x34fh1lot9b64apurxxq5xz3wo

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په افلاین او حضوري ډول د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې اړمنو کسانو په انلاین ډول د ګڼې‌ګوڼې له امله نه شوای کولای چې په بېړنۍ توګه پاسپورټ ترلاسه کړي او دغه ریاست دې ستونزې ته کتو وپتېیله چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په حضوري توګه د غوښتنلیکونو ترلاسه کولو بهیر پیل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن وايي: «د فورمونو ډکولو بهیر په افلاین ډول پیلېږي، څو هېوادوال په اسانۍ سره راشي، په خپل نوبت کې ودرېږي. موږ د هغوی د عرض‌پاڼو له راټولولو وروسته ورته ټوکن ورکوو او په هغه کې ورته د تایید شوې فورمې ترلاسه کولو او تعرفې تحویلولو ورځ او نېټه لیکو، څو د پیسو له تحویلولو وروسته د پاسپورټ ریاست ته راشي.»

په همدې حال کې د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د پاسپورټ رياست د دې پرېکړې هرکلى کوي او وايي، په انلاين ډول د پاسپورټ د نوملیکنې بهير کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو.

د کابل اوسېدونکي محمدقاسم او رحيم عزيزي چې شپږ مياشتې وړاندې يې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په انلاين ډول نوملیکنه کړې، وايي:

«ما شپږ میاشتې مخکې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره انلاین نوملیکنه کړې وه، خو تر اوسه مشخصه نېټه نه‌ده راکړل شوې. اوس یې چې پرېکړه کړې، څو پروسه افلاین کړي، هیله ده چې په عملي کېدو سره یې د خلکو ستونزې حل شي.»

«زما په اند دا ښه کار دی؛ ځکه مخکې چې پروسه افلاین وه، خلکو په اسانۍ سره پاسپورټ ترلاسه کولای شوای، خو کله چې د ستونزو کمولو لپاره پروسه افلاین شوه، برعکس ستونزې زیاتې شوې. زه هم له دې ستونزې سره مخ یم او څو میاشتې مخکې مې نوملیکنه کړې، خو تر اوسه بریالی شوی نه یم چې خپل پاسپورټ واخلم.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان ټينګار کوي چې په نږدې راتلونکې کې به په ټولو ولایتونو کې هم د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په افلاین بڼه د نوملیکنې بهیر پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یوازې زده‌کوونکو، معلولانو، عاجلو ناروغانو او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې سخته اړتیا لرله، په حضوري یا افلاین ډول د پاسپورت لپاره نوملیکنه کولای شوای.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام