له ډیجیټل حکومتولۍ تر کاغذپرانۍ؛ کابل کې به نور د پاسپورټ لپاره حضوري نوملیکنه کېږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په حضوري ډول د پاسپورټ اخیستو لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې اړمنو کسانو په انلاین ډول د ګڼې‌ګوڼې له امله نه شوای کولای چې په بېړنۍ توګه پاسپورټ ترلاسه کړي او د دې ستونزې د حل لپاره یاد بهیر پیلوي.

اوچا: ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر دفتر «اوچا» وايي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي. د یادې ادارې په وینا، دامهال د افغانستان نیمايي نفوس له بې‌وزلي سره لاس او ګرېوان دی.

لوګر کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی

 د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي په «کارېزو سلیمان‌خېل» کلي کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ځوان نیازمحمد نومېده او  د اوبو ژورې څاه ته  تر لوېدو وروسته مړ شوی دی.

بي‌اېم‌‌‌ډبلیو ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر موټر خرڅ کړي

د جرمني د موټر جوړونې شرکت بې‌اېم‌‌ډبلیو وايي چې ۲۰۲۳ کال کې یې تر نورو شرکتونو ډېر موټر پلورلې دي.

یاد شرکت «سه‌‌شنبه، جنورۍ اتمه» ویلي، ۲۰۲۳ کال یې ۲.۶ میلیونه موټر خرڅ کړي چې د تېر کال په پرتله یې د پلور کچه ۶.۵ سلنه لوړه شوې. امریکا کې د یاد شرکت جوړ شوي ډېر موټر پلورل شوي چې کال کې یې ۹.۴سلنه درلود. دغه هېواد کې ۳۹۶۰۰۰ بې‌اېلم‌ډبلیو او چین کې بیا ۸۲۴۹۳۲ موټر خرڅ شوې دي.

کابل کې سبا په افلاین توګه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلېږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، مرغومې۲۰مه» کابل کې په افلاین بڼه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي.

دغه ریاست نن سه‌شنبه مرغومې ۱۹مه پر اېکس لیکلي چې د انلاین بڼې ترڅنګ به په افلاین «حضوري» توګه هم یوازې پلازمېنې کابل کې د پاسپورټونو د وېشل بهیر پیل کړي.