Asset 1SWN

لوګر کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی

ژوره څاه

 د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي په «کارېزو سلیمان‌خېل» کلي کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ځوان نیازمحمد نومېده او  د اوبو ژورې څاه ته  تر لوېدو وروسته مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

انس وویل: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یاد ځوان په خپل باغ  کې کارکولو او د کار کولو په جریان کې یې د ماسپېښن لمونځ د یوې ژورې څاه تر څنګ اداء کولو چې په دې وخت کې ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی، ډېر ګومان دا دی چې یاد ځوان د مېرږیانو ناروغي درلودله.»

د خوښۍ ولسوالي د کاریزو سلیمان‌خېل کلي اوسېدونکي هم وایي، د یاد ۱۵کلن ځوان د ژغورلو لپاره کلیوالو ډېرې هڅې وکړې، خو تر دوه ساعته ځنډ وروسته نوموړی ځوان د کلیوالو له لوري له ژورې څاه څخه مړ راوېستل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي او سرپرست حکومت ژورو څاګانو ته د ماشومانو او لویانو د لوېدو پېښو مخنیوي په موخه له هېوادوالو غوښتي وو چې د څاګانو سرونه وپوښي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام