Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۱۰میلیونه افغانیو دوه څاګانې او د اوبو رسونې شپږ شبکې جوړې شوې

b6119f3f-755f-483d-a1fe-2c2e1367d736

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت دوه څاګانې او د څښاک پاکو اوبو رسونې شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وياند شفېع‌ همت وايي چې د اغاخان موسسې په مالي لګښت د دغه ولایت ګیان او برمل ولسوالیو کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسونې یادې شبکې او څاګانې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره د ګیان او برمل ولسوالیو ۸۳۵ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

ګيان او برمل د پکتيکا له هغو ولسواليو دي چې په تېر ۱۴۰۱ کال په اوړي کې سختې زلزلې ولړزولې چې له کبله يې ګڼې کورنۍ بې‌ځايه او پاکو اوبو ته يې لاسرسی کم شو.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا دې ولسوالیو کې زلزله‌ځپلیو سره مرستې شوي، خو لا هم ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام