Asset 1SWN

کونړ کې د لمریزې برښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې شوې

148165273_4961630747242746_8045698759178397886_n

د کونړ ولایت په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې د لمریزې برښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې او نن ترې ګټه اخيستل پیل شول چې څلور زره جریبه للمي ځمکه به پرې خړوبه شي.

دغه شبکې د کونړ پر سیند جوړې شوي دي.

د اوبو لګولو پر دغو شبکو کرنې او مالدارۍ وزارت  ۹۱،۲ میلیونه افغانۍ لګولي چې نن د کونړ والي او یاد وزارت چارواکیو پرانيستلې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري په دې تړاو رسنیو ته وویل، پلان یې دی هغه ځمکې چې د کونړ له سینده لوړې او د کانال جوړولو امکان ورته کم وي، د سولري برښنا پرمټ همداسې شبکې ورته جوړې کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولانو ویلي، را روان کال به د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې برخه کې د ۳۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، د دغو شبکو په مرسته به د کونړ کرنې سکټور کې مثبت بدلون راشي، کرنیز تولیدات به لوړ او د نباتي پوښښ په رامنځته کېدو به د وارداتو کچه راکمه شي.

د دغو څلورو شبکو له ډلې د سرکاڼو او او مرورې د اوبو لګونې له سیسټمونو ځمکو ته عملأ اوبه ورپورته شوې.

د کونړ د سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو اوسېدونکیو او کروندګرو په خپلو سیمو کې د اوبو د دا وړ لویو شبکو پر جوړېدو خوښي ښوده او ویل یې، د دغو شبکو په مرسته به شاړ ډاګونه او وچې للمې په حاصل راشي.

د کونړ اوسېدونکي او کروندګر له حکومته غوښتنه کوي چې د کونړ پر سیند دا شان لویې پروژې پلې کړي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام