د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو تېره شپه شلتن ولسوالي کې پر استوګنیزو سیمو توپچي بریدونه کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ملکي کسانو ته تلفات اړولي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نجيب‌الله حنیف سلام‌وطندار ته وويل، پاکستاني ځواکونو له تېرو دریو ورځو راهيسې د کونړ شلتن، مرورې او ناړۍ ولسوالیو توپچي بريدونو کړي.

هغه وویل، د پاکستاني ځواکونو دغو بریدونو کې تېره شپه استوګنيزې سيمې په نښه شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان په کې وژل شوي دي. دغو توپچي بریدونو کې یو کس ټپي شوی هم دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، ولایتي ادارې موضوع له لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړې او د حل لپاره يې هڅه کېږي .

پاکستان کلونو راهیسې د هېواد پر سرحدي سیمو په ځانګړې توګه د کونړ پر يو شمېر ولسواليو توغنديز بريدونه کوي، چې ډېر کله مالي او ځاني زیانونه له ځان سره لري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام