د امریکا او پاکستان ترمنځ د نویو راټوکېدلو ناندریو په درشل کې د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل‌زاد د اسلام‌اباد امنیتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال قمر باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د امریکا دغه پخواني ډیپلوماټ په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان پر امریکا تور پورې کړی چې د نوموړي د حکومت د نسکورولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې وراستولی دی.

عمران‌خان پرون جمعه ویلي چې د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه یې اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ته خپل رسمي شکایت کړی دی.

وړاندې لومړي وزیر عمران‌خان له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و چې یو ځواکمن بهرني هېواد یې، ځکه پر خلاف توطئه ته لاس اچولی چې نوموړی ولې تېره فبرورۍ کې مسکو ته تللی دی.

تېره پنج‌شنبه ملت د وینا پرمهال عمران‌خان له خولې د امریکا نوم هم ووت، خو بېرته یې د خپلو خبرو د سمولو هڅه وکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عمران‌‌خان د فبرورۍ پر ۲۴مه داسې مهال کرملېن ماڼۍ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل چې هغه پر همدې ورځ خپلو ځواکونو ته پر اوکرایین د برید امر ورکړی و. هغه وايي لوېدیځ هېوادونه یې له دغه سفره ناراضه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام