د افغانستان ازادو ژونالستانو د ټولنې مسوولانو نن په کابل کې د «افغان خبریالانو ملي کنفرانس» تر نوم لاندې په یوې غونډه وویل چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو راهیسې ۷۰ سلنه خبریالان وزګاره شوي دي.

د افغانستا د ازادو ژورنالستانو ټولنې رییس رحیم‌الله سمندر په دغې غونډه کې وویل چې د وروستیو تحولاتو له امله ۷۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او نږدې ۹۵ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې پرېښي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ازادو ژورنالستان د ټولنې مسوولان زیاتوي چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون په ملاتړ به له څه باندې ۱۰۰ هغو خبریالانو سره مرستې هم وشي چې د وروستیو تحولاتو له امله وزګاره شوي او یا هم درنو کارونه ته یې مخه کړې.

په همدې حال کې ښځينه خبریاله نظیفه موسوي وايي چې خبریالان ځاني او شغلي خوندیتوب نه لري او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی بیا وايي چې د افغان رسنیو او خبریالانو وضعیت د ښه کې په حال کې دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د رسنیو ستونزو د هواري لپاره کوټلي ګاکونه پورته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام