د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي.

دغه فدراسیون د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو، د مطبوعاتو پر ازادۍ برید او د خبریالانو د ځاني امنیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د راپور پراساس، افغانستان کې د خبریالانو د نیولو په اړه راپورونه، د کاري وسایلو ضبط او د هغوی د وهلو او ډبولو پېښې په زیاتېدو دي. دغه بنسټ زیاته کړه چې تراوسه د رسنیو نږدې ۷۰۰۰ کارکوونکي د طالبانو له لوري د کابل له نیولو راهیسې، اغېزمن شوي دي.

بل‌‌خوا د خبریالانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر ویلي، «زه په دې باوري یم، هغه څه چې مونږ به یې ووینو، یوه رسمي رسنۍ-د طالبانو اړوند رسنۍ- او د ښځو له حضور پرته به وي.»

په همدې حال کې دغه فدارسیون د هغه خبریالانو د ځاني امنیت په اړه هم اندېښنه ښودلې چې دغو خبریالانو په مخکیني حکومت کې د یو‌شمېر کسانو او جرم کوونکو د نیولو بهیر ته خبري پوښښ ورکړی او اوس دغه کسان د طالبانو له راتلو سره له زندانونو خوشې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبریالانو نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې څه باندې ۱۵۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ملګرو ملتونو ته سرخلاصی لیک استولی او د افغان خبریالانو د ژغورنې په اړه یې د ځانګړو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام