سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګل‌احمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده.

ګل‌احمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي. هغه د یوه ګاونډي پر خره بوټي راوړي او بیا یې ورسره نیمايي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګل‌احمد د بوټو ځای ته له پنځو ساعتونو ډېر مزل کوي، څو د ژمي لپاره یو بار بوټي راوړي.

دا د هغه چا د ژوند کیسه ده چې د نظام له سقوط مخکې یې اطلاعات راټولول او د بېلابېلو رسنیو له لارې یې د غور مسایل خپرول. غور هغه وروسته پاتې ولایت دی چې په تېرو شل کلونو کې یې پراختیا نه ده موندلې. ګل‌احمد اوس خپله د غور پر دردناکې کیسې اوښتی چې ټوله هڅه یې د ژمي لپاره د یوه بار بوټو راوړل دي.

ګل‌احمد چې مخکې د خبریالۍ له لارې د ژوند چارې پر مخ وړلې، اوس د ګاونډي پر خره د ژمي لپاره بوټي راوړي، څو د غور په یخ ژمي کې پرې تشه ګېډه توده وساتي. هغه وايي، اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د ژوند چارو د پر مخ وړلو لپاره هېڅ لاره نه لري.

ګل‌احمد چې خپله دنده یې له لاسه ورکړې او سختو کارونو ته یې مخ کړې، له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه غواړي چې د خبریالانو او رسنیو د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې له پامه ونه غورځوي او ملاتړ یې وکړي.

ګل‌احمد د غور یوازینی خبریال نه دی چې د دندې په له لاسه ورکولو سره یې درنو کارونو ته مخه کړې ده. یو بل خبریال ذبېح‌الله وفا هم په فېروزکوه ښار کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د خښتو وهل پیل کړي دي.

په غور کې د خبریالانو ټولنې مسوول منصور خسرو وایي چې هېواد کې وروستیو تحولاتو د ټولنې پر ټولو  قشرونو منفي اغېز کړی چې خبریال هم پکې شامل دي.

«له بده مرغه هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله زرګونه افغانان چې رسنۍ هم پکې شاملې دي، بې‌برخلیکه شوي. غور کې د یو‌شمېر رسنیو مسوولان وایي چې د نږدې ۱۴خبریالانو د برخلیک په اړه هېڅ خبر نه لري او شاوخوا ۱۰ کسان یې په قاچاقي لارو بهرنیو  هېوادو او ایران ته تللي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د غور د خبریالانو ټولنې د مسوولانو په خبره، د وروستیو تحولاتو له امله په غور کې ۲۹ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دغه ولایت پرېښی او ورسره پنځو ښځينه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو پر اساس، د اسلامي امارت د راتګ راهیسې په ټول هېواد د رسنیو فعالیتونه ۷۰سلنه راکم شوي او ګڼو خبریالانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام