د غور خبریالانو بوټو او خښتو وهلو ته مخه کړې
سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګلاحمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګلاحمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.