پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بهرنیو وګړو ترڅنګ، د خبریالانو په ګډون له ګواښ سره د مخ کسانو د اېستلو بهیر پیل شو. یوشمېر هېوادونو د خبریالانو د منلو ټټر وواهه. که څه هم اوس د خبریالانو او نورو له ګواښ سره د مخ افغانانو د اېستلو بهیر پای ته رسېدلی، خو داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي یوشمېر کسان د خبریالۍ په جعلۍ سندونو له هېواده وتلي دي.
یوشمېر خبریالانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د زیانمنو کسانو، په تېره خبریالانو د اېستلو بهیر روڼ نه و او ځینو بنسټونو د پیسو په بدل کې د سندونو له کتلو او ارزولو پرته له افغانستانه اېستلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مدني ټولنې یو مسوول نصیر اخترزی وايي، د هغو کسانو سندونه دې وکتل شي چې له د خبریالانو په نوم له افغانستانه وتلي دي. د نوموړي په وینا، په کابل او نورو ولایتونو کې یوشمېر مطبعې د پیسو په بدل کې د هرې رسنۍ جعلي سندونه جوړوي.
په همدې حال کې یوه بله خبریاله فروزان خلیلیار وايي، اوس په هېواد کې اصلي خبریالان خوندي نه دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو یوشمېر کسان بیا په جعلۍ سندونو له هېواده بهر ځي چې دغه وضعیت خبریالان اندېښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته د طالبانو له راتګ وروسته د یوې غربي رسنۍ د راپور له مخې، کامایر هوايي شرکت په یوه قراردادي الوتنه کې د خبریالانو پر ځای، خپل کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي چې شمېر یې ۱۵۵ ته رسېږي، له هېواده اېستلي دي.