ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي، دغه پیسې به په مستقیمه توګه هره میاشت د اسلامي امارت هغو ځواکونو ته ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو د تاسیساتو امنیت خوندي کوي.

همداراز د افغانستان له مخکیني حکومت سره د هوکړې پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو ته هره میاشت د خوړو لکښت هم ورکول کېږي. رویټرز ویلي چې دغه طرحه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د اسلامي امارت له راتلو وروسته لا هم په افغانستان کې د ناامنۍ د دوام ښکارندوینه کوي او همداراز د اسلامي امارت د حکومت د بودیجې کمښت د مرستو د درېدو له امله ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق رویټرز ته ویلي، دغه سازمان دنده لري چې د هغو کوربه هېوادونو ظرفیت لوړ او د اړتیا پر وخت بشپړ کړي چې د دغه سازمان کارکوونکي د یادو هېوادونو په ناامنو سیمو کې کار کوي.

د رویټرز د پټ سند پر بنسټ په راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو اړوند ۲۰بنسټونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دغو بنسټونو د کارکوونکو د امنیت ټينګښت په موخه څلور میلیونه ډالره ځانګړې شوې دي.

همداراز د ځانګړو شویو څلور میلیونو ډالرو لویه برخه به د اسلامي امارت ځواکونو ته د میاشتې له ۲۷۵ تر ۳۱۹ ډالرو  او هره میاشت د خوړو لپاره ۹۰ ډالره په ورکړې باندې ولګول شي. دغه پیسې وړاندې په ولایتونو کې لګول کېدې، خو کابل هم پکې شامل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه پټ سند کې لیکل شوي چې یوناما به ۲۰ میلیونه نور ډالر د «ورته خدمتونو» لپاره د ګډې امنیتي بودیجې څخه پرته د ملګرو ملتونو له نورو بنسټونو سره یوځای ولګوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه پیسې به په مستقیمه توګه د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکول کېږي او د اسلامي امارت چارواکي به په دغه پیسو کې ښکېلتیا ونه لري.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام