Asset 1SWN

روزګان کې د ۱۸ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

۴

 د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق یا یونېسف له لوري په روزګان کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو دغه شبکې په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالي کې جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو سیمو اوسېدونکي د اوبو د دغو شبکو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې له دې وړاندې به یې د پاکو اوبو برابرولو لپاره په ساعتونو پلی مزل کاوه.

په دې اړه جوړو شوې غونډه کې د روزګان والي محمدعلي جان احمد وویل چې د اوبو د دغه ذخيرو په جوړېدو سره به د سيمې زرګونه خلکو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شي.

نوموړي پر ټولو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې د خلکو اړتياوو ته په کتو دې دغه ولایت کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

محمدعلي جان احمد زیاته کړه چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د موسسو په فعاليتونو کې لاسوهنه وکړي. هغه له اړوند مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه، که یې څوک په چارو کې لاسوهنه کوي، دوی ته دې ور په ګوته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روزګان ترڅنګ د هېواد په ګڼو نورو سيمو کې هم له څو کلونو راهیسې وچکالي روانه ده چې خلک یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام