Asset 1SWN

اوچا: ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري

1_NMjL_8gr7xaO2osAhGiyHg

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر دفتر «اوچا» وايي چې ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې ادارې په وینا، دامهال د افغانستان نیمايي نفوس له بې‌وزلي سره لاس او ګرېوان دی چې ډېری یې ښځې دي.

په دې سره د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي بیا د کېدونکو مرستو او کار نشتون څخه شکایت کوي. د کابل اوسېدونکی شاه‌ ولي، هره ورځ د پلازمېنې په یوه څنډه کې په دې تمه ناست وي چې څوک به یې د کار لپاره بوځي، وايي، ډېری ورځې تش لاسونه کور ته ستنېږي.

هغه وویل: «دا مرستې راځي او د وکیلانو ترمنځ وېشل کېږي، دې خلکو ته معلومه ده چې دا مرستې ما نه‌دي اخیستي او ماته نه‌‌دي رارسېدلي.»

د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی حمید بیا وايي چې له څو ورځو راهیسې یې کار نه‌دی کړی او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د کار زمینه ورته برابره کړي. «موږ ته په میاشتو وزګاره پاتې کېږو او غوښتنه مو دا ده چې د کار زمینه راته برابره شي، هغه مرستې چې مستحقو ته راځي، وکیلان یې باید مستحقو باندې ووېشي.»

بل‌خوا د اقتصاد وزارت مسوولان سلام‌وطندار وايي، هېواد کې د بې‌وزلي کچې راکمولو او د کار زمینې برابرولو لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام وطندار ته وویل: «یاد وزارت بېلابېلو سکټورونو کې د پروګرامونو انسجام لپاره چې پر بنسټ یې کاري زمینې رامنځته او بې‌وزلي کمېږي، ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې لري. همداراز پر زېربناوو پانګونه، د کوچنیو او منځنیو پانګو پراختیا، د کورنیو تولیداتو په پار د کرنې له سکټور ملاتړ او حرفوي او فني زده‌کړې هېواد کې د فقر د کمېدو لامل کېږي.»

خو د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي بیا اقلیمي بدلونونه، وچکالي او ویجاړونکي سېلابونه په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې د لوړېدو لاملونه څخه یادوي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیراحمد بشیري وویل: «د سرپرست حکومت او غیردولتي بنسټونو له لوري د اقتصادي زېربناوو نشتون، د پانګونې کمښت هېواد کې د فقر پراخېدو لامل کېږي او همداراز هېواد کې د کاري زمینې کمښت لامل شوی دی.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو د راپور له مخې، تېر ۲۰۲۳ م کال افغانستان کې له ۲۹ میلیونو څخه ډېرو خلکو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ خو سږکال به شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام