Asset 1SWN

ژمی او بې‌وزلي؛ د کابل اوسېدونکي: د سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

IMG-20231016-WA0007

د کابل يوشمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره پلازمېنه کې د سوند توکو بیې لوړې شوې دي.

دوی سلام وطندار ته وويل چې د سوند توکي په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو او لرګيو بيې اسمان ته ختلي چې په وینا یې، دوی يې د پېرلو توان نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د قلعه موسی اوسېدونکی غلام دستګير وايي، ورځ تر بلې هوا په سړېدو ده او د ده په ټکو، وزګارتيا هم ترې لار ورکه کړې ده. «ګراني ده، که سړی عوايد هم ولري، بيا هم ستونزه نشته، خو کار نشته او عوايد هم نشته. هوا ورځ تربلې سړېږي. امارت څخه مو غوښتنه ده چې نرخونه کنټرول کړي.»

د کابل يو بل اوسېدونکی احمد بابر چې مزدوري کوي، د سوند توکو له لوړو بیو شکایت لري. «تراوسه مو د سوند توکو له بیې شکایت کاوه، بارانونه ورېږي او پیسې نه لرو، ستونزه بې روزګاري ده، که کاروبار وي، هر څه به ښه وي او نرخونه به هم ورسره ښه وي. د سوند توکو بیه لوړه ده.»

په ورته مهال په کابل کې د سوند توکو یوشمېر پلورونکي وايي چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله سږ کال د دوی په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی. خو دوی په وينا، د تېر کال په پرتله سږ کال د سوند توکو بيې لوړې شوې دي.
د کابل په چهار قلعه وزيراباد سيمه کې د ډبرو سکرو او لرګيو يوه پلورونکي محمدباقر سلام وطندار ته وويل چې تېر کال په همدې موده کې به يې د ورځې تر ۱۵ خرواره لرګي او د ډبرو سکاره پلورل، خو سږ کال د سوند توکو د بيو لوړوالي او د خلکو د بې وزلي له امله د ورځې دوه خرواره سوند توکي پلوري.

نوموړي وويل: «پوست لرونکي لرګي، يو خروار يې ۸۲۰۰۰ افغانۍ دي او بې پوست يې ۹زره دي. خلک بې وزله دي او پلور کم دی. البته حق لري، ځکه پيسې نشته او د نورو کلونو په پرتله پلور کمزوری دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چې هر کال د هوا په سړېدو هېواد کې خلک د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له لرګيو، ډبرو سکرو او نورو توکو کار اخلي، خو د دغو توکو د بيو لوړېدل د دوی ستونزې لاپسې زياتوي

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام