Asset 1SWN

د بې‌وزلي او محدودیت ډېروالی؛ یوشمېر ښځو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې

IMG_۲۰۲۳۰۴۱۱_۱۰۵۴۰۹

کابل ښار کې د «افغان‌رګ غالیو اوبدلو» په نوم کارخونه کې شاوخوا ۲۰۰ نجونې او ښځې د غالیو اوبدلو او نورو برخو کې پر کار بوختې دي.

یو‌شمېر دغه مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې له خپل کار خوښې دي. صنوبر چې دغه کارخونه کې وړۍ اوبدي، وايي، کلونه کېږي چې دغه کار کوي او په وینا یې، له خپل راضي ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې وویل: «له دې وړاندې مو له وړیو تار په لاسونو جوړول، یوه میاشت کېږي چې دلته راغلې یم او درېوو ورځو کې مې یو کیلوګرام وړیو څخه تارونه اوبدلي دي.»

که څه هم هېواد کې د غالیو اوبدلو صنعت وده کړې او ډېری مېرمنو ته کار زمینه برابره شوې، خو عاید یې کم شوی دی. یو‌شمېر غالۍ اوبدونکې مېرمنې چې له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي، وايي، عاید یې کم دي، خو د اړتیا له امله دغه کار ته دوام ورکوي.

نېک‌بخت چې دا یې «مستعار» نوم دی او له خپلو درېوو کار زده‌کړو سره کار کوي، وايي، هڅه کوي چې دې کارخونه کې له اقتصادي پلوه ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

نوموړې وویل: «ستونزې ډېری لري او حوصله غواړي. ځکه د ګراف کار دی. مرینوب غالۍ نازکه اوبدل کېږي. یوه میاشت کې هم ځي، خو عاید یې کم دی، خو سړي وزګاره دي او دا هم غنیمت دی.»

په ورته مهال د یادې کارخونې یوه بله غالۍ اوبدونکې ګل‌بي‌بي وايي چې د ډېر کار له امله یې لاسونه زخمي کېږي، خو زیاتوي چې د ورځې لس افغانۍ عاید هم نه‌لري.

هغې وویل: «په دې هم شکر دی چې له هرې غالۍ راته له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ رسېږي. اولادونه لرم او ستونزې ډېرې دي. په خدای د غالۍ اوبدلو لپاره مې لاسونه تور شوي. اړ یو چې ګذاره وکړو.»

له تېرو دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د کارموندنې زمینه برابره شوې چې یوه برخه یې د غالۍ اوبدلو صنعت دی.

د افغان‌رګ په نوم د غالیو اوبدلو د کارخونې مسوول محمدنعیم ولي‌زاده وايي، د یادې کارخونې د جوړېدو موخه یې ښځو ته د کاري زمینې برابرول دي او اوس دغه کارخونه کې نږدې ۳۵۰۰ ښځې او نجونې کار کوي.

هغې وویل: «موږ دوه برخو کې تولیدات لرو چې د تارونو او غالۍ اوبدلو تولید دی. د غالۍ اوبدلو برخه کې ۷۰ مېرمنې کار کوي او له کارخونې د باندې له دوو تر ۲۵۰ کارخونې لرو چې هرې کارخونه کې له څلور تر پنځو ښځو کار کوي. د تارونو د تولید برخه کې ۸۵ ښځې کار کوي او د کارخونې د باندې ۲۵۰۰ ښځې کار کوي.»

ولي‌زاده که څه هم نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د تولید شویو غالیو د ۳۰ سلنې پلور لوړوالي څخه خوښي ښيي، خو وايي چې افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت د خامو موادو له کمښت سره مخ دی.

د ښځو سوداګریزې خونې د بورډ غړې پشتون امیري وايي چې افغانستان کې د غالیو اوبدونکې ۸۰سلنه مېرمنې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: «موږ بېلابېلو ولایتونو کې حرفوي غالۍ اوبدونکې مېرمنې لرو. زموږ ډېری غالۍ اوبدونکي ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي او هلته د غالیو پر اوبدلو مصروف دي چې پاکستان یې په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غالیو اوبدلو صنعت له کلونو راهیسې افغانستان کې ګرم بازار لري او اوس هم د بې‌وزلۍ او د ښځو پر کار د بندیز له امله ګڼ‌شمېر مېرمنو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام