Asset 1SWN

هېواد کې د غالیو تولید زیاتوالی؛ «نړیوال بازار کې د نورو هېوادونو په نوم خرڅېږي»

4-Kabul-Carpet-Bazaar-1971-scaled

د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنه وايي چې روان کال کې هېواد کې د غالیو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، نړیوال بازار کې د بل هېواد په نوم خرڅېږي.

د یادې ټولنې مسوولان زیاتوي چې سږکال د غالیو په تولید کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه ټولنه همداراز وايي، نړیوال بازار کې د افغانستان نشتون لامل شوی چې د هېواد تولید شوې غالۍ د نورو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو کې پلور ته وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې مرستیال نوراحمد نوري وویل: «افغانستان کې د غالیو تولید کچه ۲۵سلنه زیاته شوې او غالۍ  لومړی لاس نه پلورل کېږي او نړیوال بازار کې ګډون نشو کولای.»

په ورته مهال  د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي چې افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت ودې او ملاتړ لپاره باید هېواد ته د غالیو د وارداتو مخه ونیول شي.

نوموړي وویل: «که موږ د غالیو له صنعت او دې برخه کې له پانګه‌اچوونې ملاتړ ونه‌کړو، دغه صنعت به راتلونکو کلونو کې له رکود سره مخ شي.»

ټولنیزې رسنۍ

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د یادې ټولنې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جلال وویل: «موږ هڅه کوو چې ګمرکي تعرفې کمې کړو او له خلکو غواړو چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړو او همداراز د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې ستونزو ته به رسېدنه وکړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې یو میلیونه کسان د غالیو اوبدلو برخه کې پر کار بوخت وو چې دې موده کې یې ۸۰۰زره متر غالۍ اوبدلې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام