Asset 1SWN

د وینې ملي بانک مسوولان: هېواد کې د تلاسیمیا او هېموفیليا ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی

images

د وینې ملي بانک مسوولانو وایي، د عامه پوهاوي نه‌ لرلو او د خلکو نه پاملرنې له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د تلاسیمیا او هېموفیليا ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د وینې ملي بانک رییس محمدناصر صادق سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس د هېواد په کچه څه باندې دولس زره کسان پر تلاسیميا ناروغي او شاوخوا ۱۱۳۰ نور هم پر هېموفیليا ناروغي اخته کسان ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په خبره، که کره شمېرنه وشي، ښايي پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر تر دې هم لوړ واوسي. نوموړی زیاتوي: «دردوونکې ده چې د تلاسیميا او هېموفیليا ناروغان ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. پر تلاسیميا له دولس زرو ډېر اخته ناروغان لرو او هره ورځ له درېوو تر پنځو کسان ډېرېږي. که کره سرشمېرنه وشي، ښايي پر هېموفیليا له درې تر څلور زرو کسان اخته وي چې مراجعه‌کوونکي یې د ورځې له ۲۰ تر ۴۰ کسان دي.»

په ورته وخت کې یوشمېر ناروغان چې د وینې ترلاسه کولو لپاره یې د وینې بانک ته مراجعه کړې وايي، په خپلوانو کې د واده کولو او له واده وړاندې د وینې ګروپ نه مشخصولو له امله یې ماشومان پر تلاسیميا او یا هم پر هېموفیليا ناروغیو اخته شوي دي.

د لس کلنې رابعې مور ستایش وايي، لور یې پر تلاسیمیا ناروغي اخته ده او دوی اړ دي چې هره میاشت ورته لږترلږه څلور واره تازه وینه ورکړي. نوموړې زیاتوي: «پر تلاسیمیا اخته ده. هډوکي يې وینه نه‌شي تولیدولی، ډېره ځورېږي، دماغ وینې کېږي، زړه‌بدوالی پیدا کوي او زړه یې غټ شوی. دا وینه یې زړه او بډوډو ته زیان رسوي، نس یې پړسېدلی. خاوند مې د کاکا زوی دی؛ دواړه پنځوس پنځوس سلنه پر دې ناروغي اخته وو؛ د دې لور مې ۱۰۰ ته ختلې ده.»

په ورته وخت کې د زهرا په نوم یوه ۳۰ کلنه مېرمن وايي، ۱۳ کلن زوی یې پر هېموفیليا ناروغي اخته دی او په وینا یې، نور یې تر پوزې رسولي دي. هغه وايي: «که یو ناڅاپه ترې وینه لاړه شي، تر هغه چې فکټور نه وي، بل څه یې مخه نه‌شي نیولی. زموږ اقتصاد هم کمزوری دی او فکټور نه‌ شوو اخیستلی. داسې وخت راځي چې پښه یې دومره سخت درد ونیسي چې تر بې‌سکه کېدو یې پښه خوږېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو ډاکټران وايي، د خلکو نه پوهاوي او په کورنیو او نږدې خپلوانو کې ودونه پر دې ناروغي د اخته کېدو اصلي لاملونه دي. د وینې ملي بانک کې د تلاسیمیا او هېموفیليا برخې مسوول ډاکټر عبدالحمید زاهد په دې اړه وايي: «لکه یو کس د کاکا یا عمه له لور سره واده کوي، د خاله لور د ماما زوی کوي؛ دوی دا ناروغي لري، خو ورته نه ښکاري. بچی یې چې وزېږېږي، پرې اخته کېږي. که دغو ناروغانو ته پلازما ونه رسېږي، له مرګ او معلولیت سره مخ کېږي.»

تلاسیمیا او هېموفيلیا د وینې د کمښت داسې ناروغي ده چې پرې اخته کسانو ته باید په دوامداره توګه په میاشت کې یو یا هم دوه ځله تازه وینه ورکړل شي او د ډاکټرانو په باور، که په پرله‌پسې توګه دغه کار و نه‌شي، د ناروغ د مړینې کچه لوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام