د وینې ملي بانک مسوولان: هېواد کې د تلاسیمیا او هېموفیليا ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی

د وینې ملي بانک مسوولانو وایي، د عامه پوهاوي نه‌ لرلو او د خلکو نه پاملرنې له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د تلاسیمیا او هېموفیليا ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د وینې ملي بانک رییس محمدناصر صادق سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس د هېواد په کچه څه باندې دولس زره کسان پر تلاسیميا ناروغي او شاوخوا ۱۱۳۰ نور هم پر هېموفیليا ناروغي اخته کسان ثبت شوي دي.

چینايي سوداګر د جلغوزیو پېرلو لپاره پکتیا ته رسېدلي

یوه ډله چینایي سوداګر د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره پکتیا ته تللي دي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزی د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او وايي، په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا ومومي.

سرچینې: ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت لپاره د ا.ا نوی ډیپلوماټ منلی

په انقره کې د افغانستان سفارت کې ځینې سرچینې وايي چې د ترکیې دولت په دغه سفارت کې د اسلامي امارت نوي ډیپلوماټ منلی دی.
په یاد سفارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن (د تلې لسمه، د دوشنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې ټاکل شوې د اسلامي امارت دغه ډیپلوماټ د تېرو هغو په څېر ژرترژره خپل کار پیل کړي.