Asset 1SWN

ایران دغه هېواد ته ورتلونکو ناقانونه افغان کډوالو اندېښمن کړی

ایران

د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون په دې وروستیو کې هلته د افغان کډوالو وضیعت ارزولی دی. د دغه کمېسیون یوه غړي فداحسین مالکي ویلي، په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت د دغه هېواد خلک اندېښمن کړي دي.

د نوموړي په وینا، په ایران کې د افغان کډوالو په موجودیت کې داسې پېښې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې بې‌سارې وې. هغه زیاته کړې: «په هېواد کې داسې پېښې کېږي چې د طالبانو له شتون مخکې بې‌سارې بلل کېدې؛ د بېلګې په توګه، یو کلېپ دی چې د ایرانیانو پر ضد خپرېږي. د افغانانو په اړه د ځینو کسانو له‌خوا دا ډول پروپاګنډا د ایرانیانو ذهنیت خرابوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو اسلامي امارت وايي، هغه افغان کډوال چې په ایران او نورو هېوادونو کې اوسېږي، د دغو هېوادونو کورني قوانین په پام کې نیسي او په وینا یې، د هېوادونو په کورنیو پېښو کې ښکېل نه‌دي.

هغه زیاتوي: «باید ډاډ ورکړم چې هېڅ افغان کډوال د هېوادونو په پېښو کې لاس نه لري او له کلونو راهیسې زموږ کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې وو، په کورنیو مسایلو کې یې لاسوهنه نه‌ده کړې. په ایران کې هم لاس نه لري، بلکې د هغه هېواد قوانین یې په پام کې نیولي. د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې له کډوالو سره اسلامي او انساني چلن وکړي.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی او هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې کسان هېواد ته را ستنېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «د تېر په پرتله د افغانانو کډوالي کمه شوې؛ ځکه چې په هېواد کې امنیت دی او د کار اسانتیاوې برابرې دي. همدا لامل دی چې افغانان نه غواړي ځان له ګواښ سره مخ کړي او ډېری افغانان چې ځي، د درملنې لپاره دي او دا د هغو کسانو په ډله کې نه راځي چې ګواکې هېواد پرېږدي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳۳۳ زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۲۰۰ زره په زوره افغانستان ته را اړول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام