Asset 1SWN

یونېسف: څه باندې اته میلیونه افغانان څلور ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي

Refugees

ګاونډیو هېوادونو کې د یونېسف له لوري د افغان کډوالو د شمېر په اړه د راپور له خپرېدو سره هم‌مهاله یادو هېوادونو کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه‌لري.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړي صندوق یا یونېسف تازه په یوه راپور کې ویلي، دا مهال ایران، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان کې ۸،۲ میلیونه افغانان کډوال دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان کې افغان کډواله شکریه صدیقي وايي، د یاد هېواد د پولیسو د وېرې له امله اړ دي چې د خپلو ناروغانه درملنه په کور کې وکړي.

د نوموړې په وینا، کډوال نشي کولای چې ځانته کار پیدا کړي او یا هم ډاکټر ته مراجعه وکړي. «په شته درملو د ځان او ماشومانو درملنه وکړو، په یوه کور کې د کورنۍ له غړیو سره په دې ګرمي کې ژوند کوم او امکانات کم دي، اولادونه مو زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري.»

ایران کې مېشت افغان کډوال سیاف احمدي بیا وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې دغه هېواد ته د کار لپاره تللی، خو په وینا یې، ورځ تر بلې پرې فشار زیاتېږي.

هغه وویل: «ستونزې مو ډېرې دي او دلته د کار لپاره راغلی یم. د ستندولو له وېرې په پټه  کار کوم او محدودیتونه ډېر دي، افغانان زیار باسي، خو ژوند سخت دی.»

یونېسف په دې راپور کې ویلي چې دا مهال ۸،۲ میلیونه افغانان د دغه هېواد په څلورو ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي چې ۱،۶ یې تازه کډوال شوي دي.

د یونېسف په راپور کې راغلي: «افغانستان اوږد ناورین لامل شوی چې افغانان له هېواده بهر تګ‌راتګ وکړي، اوس ۸،۲ میلیونه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې کډوال دي.»

 بل‌خوا د کډوالو چارو وزارت مسوولان بیا وايي چې دا مهال ټوله نړۍ کې ۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې دوی یوازې ۱۹زره افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «موږ وخت ناوخت له کوربه‌ هېوادونو سره د افغان کډوالو وضعیت په اړه ناستې درلودې. څه موده وړاندې مو د ایران، پاکستان او یو‌اېن‌‌اېچ‌سي‌ار چارواکو سره ناستې درلودې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، افغانان تر ټولو اوږد کډوالۍ ژوند تېروي چې له دوی سربېره کوربه‌ هېوادونه هم ورسره ستونزو کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام