Asset 1SWN

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: په یوه کال کې څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال نیول شوي

32c849ba1ef5b47148db4be9792720ea40eb459f-721x960

په پاکستان کې د افغانستان سفارت له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ له چټکتیا سره هم‌مهاله وايي چې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست سردارمحمد شکېب د تلې میاشتې په درېیمه، د دوشنبې ورځ سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېر یوه کال کې ۲۶۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو را خوشې شوي، خو په وینا یې، لا هم څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال د دغه هېواد په بندخونو کې پاتې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «د نورو ښارونو په پرتله، په کراچۍ کې د نیول کېدو لړۍ چټکه ده. له کډوالو سره چلن هم سم نه‌دی؛ ځکه په نیول شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.»

نوموړی تمه ښيي چې په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پای ته ورسېږي او نور به هغوی د پاکستاني پولیسو له لوري نه ځورول کېږي. سردارمحمد شکېب دغه راز، هیله‌مندي ښيي چې افغانستان ته به د یادو بندیانو د لېږد لپاره هم مشخصه تګلاره جوړه شي.

په پاکستان کې یوشمېر مېشت افغان کډوال هم وايي چې د پولیسو له لوري د دوی د نیولو لړۍ چټکتیا وېرولي او په ډار سره شپې او ورځې تېروي. امیر چې دوه کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی، وايي چې پولیسو یې دوه ځامن نیولي دي.

نوموړی زیاتوي: «هر څوک چې سندونه ونه لري، نیول کېږي او پولیس یې ځوروي. دواړه ځامن مې چې کار ته تللي وو، دوه اوونۍ کېږي چې نیول شوي. ډېره هڅه کوم چې را خوشې یې کړم، خو نشم کولای؛ ځکه سندونه نه لري.»

په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله شګوفه هم وايي: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو؛ نیول دوام لري. خلک نیسي او د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کوي؛ همدا لامل دی چې موږ له کوره دباندې نه شوو وتلی. د بندیانو په څېر یوو؛ ځکه وېرېږو چې و نه نیول شوو.»

د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو دوام د اسلامي امارت د چارواکو او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت غبرګونونه هم را پارولي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف‌ علي‌خان دراني سره د لیدنې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول کېدو ته په اشارې ویلي چې باید له هر ډول اقدام څخه چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې کوي، ډډه وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر سردارمحمد شکېب وايي: «موږ له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې یوو چې دا لړۍ پای ومومي او خلک و نه ځورول شي؛ ځکه د خلکو بې‌عزته کول، د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې ښندي او پاکستاني چارواکو هم ژمنه کړې چې دا مسله به کنټرولوي.»

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ۶۰۰ زره افغانانان پاکستان ته کډوال شوي دي. د دې تر څنګ، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم خبر ورکړی چې اوس درې میلیونه او ۵۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي چې له ډلې یې یوازې یو میلیون او ۳۰۰ زره هلته د اوسېدو قانوني سندونه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام