Asset 1SWN

روزګان کې له حرفوي زده‌کړو ۵۰ کسان فارغ شول

۰۰۰۰۰

د روزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په دوو حرفوي  برخو کې ۵۰ کسان له درې میاشتو زده‌کړو وروسته فارغ شول.

یادو کسانو د سولري مولد او سولري اب‌بازک جوړولو برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړې دي. پر یادو فارغو شویو کسانو د کار پیل لپاره یو لړ توکي هم وېشل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادو کسانو په فراغت‌غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو رییس  ګل‌اغا  حافظ اتل وویل چې فارغ شوي کسان به د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي او ځان ته به د کار خاوندان شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، هڅه کوي چې د یاد ولایت ټولو وزګارو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره او د خپل کسب پر مټ له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

بل‌خوا یو‌شمېر هغه کسان چې له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي، سلام‌‌وطندار ته وايي، خوښ دي چې دا حرفې یې زده‌کړي او په وینا یې، له دې لارې به د کار خاوندان شي.

دغه کسان چې له دې وړاندې وزګاره وو، ټينګار کوي چې اوس به وکولای شي، له زده‌کړې حرفې د ځان لپاره بوختیا پیدا کړي او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، نږدې راتلونکې کې به شاوخوا ۱۵۰ نورو ځوانانو ته هم په پنځو حرفوي برخو کې د زده‌کړو شپږ میاشتنۍ دوره پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام