Asset 1SWN

بغلان کې ۵۰۰ مېرمنو او نارینه‌وو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

baghlan 11

د بغلان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۲۷ اړمنو ښځو او ۷۳ ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

د یاد ولایت د چارواکو په وینا، دغو کار زده‌کوونکو ته به شپږو میاشتو کې د سواد زده‌کړې، خیاطۍ، چرم ګنډلو او د موټرسایکل د ترمیم چارې په عملي او نظري ډول ور وښودل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریس قاري نصرت الله پارسا وویل: «دغه پروګرام په دو برخو کې دی، یو یې چرمه دوزي او بله یې خیاطي ده. هیله‌مند یم چې دغه پروګرام ګټور وي او ښه مخې ته لاړ شي.»

په همدې حال کې یوشمېر مېرمنې چې دغه کارخونه کې فني او حرفوي زده‌کړې کوي وايي، هیله لري چې په دغه کار سره وکولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې حل کړي.

شبانې وویل: «غواړم د همدې خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. خیاطي د ټولو خویندو لپاره یوه اړتیا ده او خویندې باید خیاطي وکړي. دغه خیاطي د شيږو میاشتو لپاره ده او موږ غواړو چې دا پرواګرام دوام ولري، څو هر څه په سمه توګه زده‌کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، د فني او حرفه‌وي زده‌کړو دغه پروګرام دامهال یوازې پلخمري ښار کې پیل شوی، خو دوی هڅه کوي چې د بغلان ولسوالیو کې هم د اړمنو ښځو او ځوانانو لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام