جلال‌اباد کې یوه خیریه بنسټ ۱۵۰ هغه مېرمنې چې بې‌وزله او د کورنۍ سرپرست نه‌لري، د خیاطۍ په برخه کې روزلي او نن یې پر یادو مېرمنو د کار د پیل په موخه د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل ووېشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.

د ګلبهار په نوم د بنسټ یوه مسوول عبدالهادي وویل چې د هرې مېرمنې په روزنه او وسایلو تر ۳۰ زره افغانۍ ډېر لګښت راغلی او په وینا یې، د  ۳۵ نورو مېرمنو لپاره يې هم نن یو روزنیز پروګرام پیل کړ چې تر هغې وروسته به په خپلو کورونه کې د دوی له‌خوا په ورکول کېدونکو وسایلو کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دې پروګرام کې ۱۸۵ هغه مېرمنې چې کونډې بې‌زوله او د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، شامل دي. ۱۵۰ هغه مېرمنې دي چې خیاطي یې زده‌کړې وه، هغوی ته مو د خیاطۍ اړوند ټول وسایل ورکړل او ۳۵ نورې په زده‌کړو بوختي دي چې موږ به دې برخه کې روزنه ورکوو.»

هغه مېرمنې چې په دې پروګرام کې روزل شوي او یا  يې اوس د زده‌کړو لړۍ پیل شوې، خوښي ښکاره کوي او زیاتوي چې د ناسم اقتصادي وضعیت له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او تمه ښيي چې په خپلو کورونو کې د کار پیلولو پرمټ به وکولای شي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه تر یوه بریده پوره کړي.

فارغې شوې مېرمن مریم وویل: «دا پروګرام موږ ته ډېر ګټور تمام شو، ځکه دا مسلکي او حرفوي تعلیمات دي او دې په برکت هم موږ وکولای شول چې خیاطي یاده کړو چې ورځني ژوند کې ترې استفاده وکړو او هم زموږ په اقتصادي حالت هم مثبت اغېز لري.»

په ورته مهال دغه مېرمنې له نورو مرسته‌کوونکو بنسټونو هم غواړي چې د مېرمنو لپاره دې ورته ځانګړي برنامې جوړ کړي، څو وکولای شي چې په خپلو کورونو کې د کار او زیار پرمټ خپلو ستونزو ته حل لار وګوري.

د روزنیز پروګرام یو فارغ شوې زده کوونکې انیسې وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو خو غواړو چې نورو مېرمنو سره هم کومک وشي، هغوی ته هم داسې پروګرامونه برابر کړي، څو په خپلو کورونو کې کار وکړي او له دې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ خلک کړېږي او غوښتنې هم دا دی چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې د کوچنیو کاروبارونو په جوړولو ډېر کار وشي، تر څو  خلکو ته د کار زمینه برابره له دا  لار د اقتصادي بنسټونو د پياوړتیا لامل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام