د خوړو نړیوال پروګرام په ننګرهار ولایت کې د خیاطۍ  په برخه کې له څلور میاشتني روزنیزې دورې وروسته پر شاوخوا ۴۰۰ ښځو د خیاطۍ ماشینونه وېشلي دي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي، دغه مرسته د خوړو نړیوال سازمان لخوا د «BFANO» ادارې په تخنیکي همکارۍ شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حقاني وایي چې دغه مرسته هغو مېرمنو ته ورکړل شوه چې څلور میاشتې د ګلدوزۍ، خیاطۍ، حجاب او د ماشومانو دبسترو د جوړونې په برخو کې ورته روزنه ورکړل شوې وه.نوموړی دغه‌راز زیاتوي، د خوړو نړیوال سازمان هرې مېرمنو سره د خوراکي توکو مرسته هم وکړه. هغه وایي، مېرمنې کولای شي چې د زده‌کړې کسب په ترلاسه کولو سره حلاله ګټه تر لاسه کړي.


په همدې حال کې هغه مېرمنې چې په دغه پروګرام کې يې برخه اخیستې د خوښي په څرګندولو سره وایي، دغه کسب به د اقتصادي ستونزو په حل کې ورسره د پام وړ مرسته وکړي. دغه‌راز ، دوی غوښتنه کوي چې مېرمنو ته باید لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي. دغه مېرمنې وایي، هغه کسان چې په خپل کورونو کې ګنډل کوي د هغوی صنایعو ته باید بازار مومندنه او همکاري زیاته شي.


د ښځو د چارو یوه فعاله مریم احمدزۍ د مېرمنو لپاره د صنعت په برخه کې د کوچني کاروبارونو پیل مهم بولي او وایي، په دې کار سره به دوی وکولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو په حل کې تر ډېره بریده مرسته وکړي.
اغلې احمدزۍ په ورته مهال د لاسي صنایعو په بازار موندنه هم ټينګار کوي او وايي زیاتره ښځې خپلو صنایعو ته د بازار موندنې په برخه کې ستونزې لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې له مېرمنو سره د کوچنیو کاروبارونو په موخه د مرسته کوونکو بنسټونو له خوا د وسایلو ترڅنګ لنډ مهاله مسلکې زده کړې ورکړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام