Asset 1SWN

کابل کې سبا په افلاین توګه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلېږي

6665454

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، مرغومې۲۰مه» کابل کې په افلاین بڼه د پاسپورټ لپاره د نوملیکنې بهیر پیلوي.

دغه ریاست نن سه‌شنبه مرغومې ۱۹مه پر اېکس لیکلي چې د انلاین بڼې ترڅنګ به په افلاین «حضوري» توګه هم یوازې پلازمېنې کابل کې د پاسپورټونو د وېشل بهیر پیل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست همداراز ویلي چې په انلاین بڼه د ګڼې‌ګوڼې له امله اړمنو کسانو نه‌شوای کولای چې په بېړنۍ توګه پاسپورټ ترلاسه کړي چې یادې ستونزې ته په کتو دې ریاست په حضوري توګه د پاسپورټونو وېش بهیر د پیل پرېکړه کړې.

یاد ریاست لیکلي: «د دغه بهیر لومړی پړاو به سبا چهارشنبه پیل شي. خو له دې وروسته به هره پنج‌شنبه په افلاین توګه د پاسپورټ غوښتونکو عریضې راټولېږي او ټوکنه به ورکول کېږي، د اوونۍ به لړ کې به په منظم او نوبني ډول د دوی اداري کارونه ترسره کېږي او پاسپورټونه به ورته ووېشل شي.»

 

په همدې حال کې د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټ له ټولو غوښتونکو، غوښتي چې له زغم کار واخلي او پر ټاکلې نېټه د پاسپورټ ترلاسه کولو اړوند چارو مخته وړو لپاره یاد ریاست ته مراجعه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست همداراز ټينګار کړی چې نږدې راتلونکې کې به په ټولو ولایتونو کې هم په افلاین بڼه د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام