د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده تازه په کندهار کې یوې غوڼده کې ویلي چې د خلکو لهخوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه د هبتالله اخندزاده له قوله یوه ویناپاڼه خپره کړې چې پهکې ویل شوي، اسلامي امارت یوازې الهي احکام پلي کوي او د خلکو په غوښتنه پرېکړې نه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د چارو یوشمېر شنونکي د هبتالله اخندزاده تازه سپارښتنې د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د واټن رامنځته کولو په معنی بولي.
د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر سلاموطندار ته ویلي چې د ټولنې په هره موضوع کې د خلکو نظر اخیستل اړین دي. د نوموړي په وینا، هغه حکومتونه چې د خلکو نظرونه نه اوري، ډېر دوام نه کوي.
په ورته مهال د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي هم وايي، که اسلامي امارت غواړي چې شرعي حکم پلی کړي، لومړی باید د همدغه شرعي حکم پربنسټ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي پرانیزي.
طارق فرهادي وویل: «شریعت کې دا هم دي چې ټول د زدهکړو مساوي حقونه لري او ژر باید د ښوونځیو دروازې پرانیزي. د اسلامي امارت د مشر خبرې ګډوډې دي.»
بلخوا یوشمېر نور سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د خلکو رضایت ترلاسه کړي او د دوی د ازادۍ له سلبولو دې لاس په سر شي.
د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي، اسلامي امارت باید پر خلکو نور محدودیتونه وضع نه کړي او په وینا یې، افغاني ټولنه کې بندیزونو پایله نه ده ورکړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اسلامي امارت مشر په داسې حال کې دغه تازه سپارښتنې کوي چې له دې وړاندې یې هم ویلي و، د اسلامي امارت پر مسوولانو بېځایه نیوکې جواز نه لري او هغه کسان چې دا کار کوي، سزا به ورکړل شي. په هغه فرمان کې راغلي و چې د اسلامي امارت پر مسوولانو بېځایه او له واقعیت لرې تور لګول شرعي جواز نه لري.