Asset 1SWN

د متقاعدینو وضعیت؛ «لس افغانۍ ته حیران یوو»

dde594a5-d336-4b98-b723-5779bbac4c6d

یوشمېر متقاعدین د خپل تقاعد پر نه ورکړې نیوکه کوي او وايي چې د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

حبيب‌الله چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تقاعد شوی وايي، په دې سوړ ژمي کې هېڅ نه‌لري او په وینا یې، چا یې غږ نه‌ی اورېدلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «که وضعیت مې ښه وای، نو دې واوره کې مې دلته څه کول، لس افغانۍ ته هیران یم، له کور تر دې ځایه پیاده راځم او ناهیلی بېرته ځم، کور کې مو ډوډۍ او چای نشته او سون توکي هم نه‌لرم، څو ځله نړیوالو بنسټونو ته لاړو، چا ځواب رانکړ.»

یوې بلې متقاعدې حلیمې وویل: «له حکومت مې غوښتنه دا ده چې زموږ تقاعد دې راکړي او ټول متقاعدین سرګرانه او اندېښمن دي. د متقاعدینو معاش ځکه ورکول کېږي چې نورو ته احتیاج نه‌شي.»

خو یوشمېر نور متقاعدین له اړوندو ادارو غواړي، هر څومره ژر چې کېږي، د دوی د تقاعد حقوق دې ورکړي. د ملي دفاع وزارت څخه تقاعد شوى حبيب‌الرحمن وویل: «موږ غواړو چې محکمه دې جوړه شي او موږ چمتوو یو چې محکمې ته حاضر شو او موو مجرمان نه‌یوو، که ولو، نو هېواد څخه به وتلو او خپل حقوق غواړو.»

د كليو پراختيا وزارت څخه تقاعد شوى محمد افضل وویل: «څه نه‌لرو او کورنۍ مې له سړې هوا او لوږې ځورېږي، له حکومت مې غوښتنه دا ده چې زموږ تقاعد دې راکړي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د تقاعد ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو کار روان دی ترڅو د هغوی حقوق ورته ورکړي.

هغه وویل: «د متقاعدینو موضوع کېږي، تر کار لاندې ده او محکمې چې فرمان کې راغلي، ځانګړې محکمه باید حکم ورکړي او همداراز اړوند ادارې چې د مالیې وزارت دی، باید اقدام وکړي، که نوي تشکیل ته اړتیا وه، نو کمېسیون شته اداري کمېسیون کې، انشالله چې وروستی شي، د ځانګړې محکمې چهارچوب او راتلونکي اجرات وټاکل شي، د متقاعدینو د ورکړې حقوق چاره به تر کار لاندې وي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جمهوري ریاست په دوره کې څه باندې ۱۶۰ زره متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کاوه، خو د سرپرست حکومت بیاځلې واکمنۍ کې له درې کالو څخه زیات وخت وشو چې تقاعد‌کوونکو خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام