د سرپرست حکومت له لوري د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال افغانستان کې په ۱۷ بېلابېلو برخو کې ښځو ته سپارښتنې شوې چې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو پرمهال بیا د دې سپارښتنو شمېر ۴۹ ته رسېږي.

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د سرپرست حکومت د واکمنۍ په لومړي کال، «۱۴۰۰» کې ښځو ته ۱۹ سپارښتنې، د ۱۴۰۱کال تر پایه ۴۹ او همداراز د ۱۴۰۲کال تر وروستیو بیا ۶۶برخو کې سپارښتنې شوې دي.

د سرپرست حکومت مسوولانو په وار وار ویلي چې دغه سپارښتنې د ټولنې سمون او په وینا یې، د اسلامي شریعت د پلې کولو لپاره ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سپارښتنو ترڅنګ لاهم یوشمېر ښځې او نجونې رسنیو، پاسپورټ ریاست، پولیس، پوهنې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، عامې روغتیا وزارت او ځینو نورو برخو کې دندې مخته وړي.

د تېر ۱۴۰۲کال د وري پر اتمه د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غزني کې ښځینه ډاکټرانو او نرسانو ته سپارښتنه وکړه چې له یاد وزارت څخه د ۱۰زره افغانیو په بدل کې د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

د همدې وري میاشتې پر مهال ۱۴مه سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د ملګروملتونو سازمان اړوند بنسټونو کې ښځې له کار راوګرځولې او د ۱۴۰۲ کال په ثور کې بیا د عامې روغتیا وزارت اګزید ازموینه کې ښځې له ګډون منع کړې.

د ۱۴۰۲ کال د وري پر ۱۷مه هرات کې ښځې رسټورانټونو ته له تلو منع شوې او د همدې حال کال د جوزا پر ۱۶مه سپارښتنه وشوه چې د وادونو تالارونو کې ښځې باید خپلې جامې بدلې نه‌کړي او حجاب ولري.

د ۱۴۰۲کال د جوزا پر ۲۸مه هرات کې د سینګارتونونو مسوولانو ته سپارښتنه وشوه چې د امنیتي کمرو له نصبولو او سینګارتونونو کې د نارینه‌وو له شتون مخنیوی وکړي. د همدې میاشتې پر ۳۰مه بیا د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو تګ تر بلې خبرتیا وځنډاوه.

د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر درېیمه سپین‌بولدک کې له بېرته راستنېدونکو افغانانو په ملاتړو بنسټونو کې ښځې له کار کولو منع شوې او د همدې میاشتې پر ۱۲مه د امر بالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت په یوه مکتوب کې سینګارتونونو ته امر وکړ چې د یوې میاشتې په موده کې خپل فعالیتونه راټول کړي او د زمري پر څلورمه بیا ټول هېواد کې سینګارتونونه وتړل شول.

د ۱۴۰۲ کال د زمري پر دویمه غزني کې د هغو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو فعالیتونه وځنډول شول چې ښځو په کې کار کاوه او همداراز ښځې جوماتونو او تکیه‌خانو ته له تګ راوګرځول شوې.

د زمري پر ۱۶مه یوې سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړه چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په ځینو ولایتونو کې په شفاهي توګه هغه لس کلنې نجونې چې لوړ قد لري، ښوونځیو ته له تګ راګرځولې دي. د اطلاعات او فرهنګ له لوري د همدې میاشتې پر ۲۳مه هلمند کې د خبریالانو مرکز ته وویل چې د ښځو د غږ له خپرولو ډډه وکړي.

د ۱۴۰۲کال د وږي پر پنځمه امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ښځو ته سپارښتنه وکړه چې د بامیان بندامیر ته له تلو ډډه وکړي او د وږي پر اتمه بیا کابل کې د مکروریانو ښځینه بازار د ښځو پر مخ وتړل شو.

بل‌خوا ۱۴۰۲کال مرغومې میاشت کې ځینو ولایتونو کې نجونې او ښځې د حجاب نه‌مراعتولو له امله ونیول شوې. د مرغومې پر پنځمه ۱۴۰۲کال کې د خوست امنیې قومنداني په یوه لیک کې د یاد ولایت رسنیو کې د ښځو پر زنګ وهلو بندیز ولګاوه.

په ۱۴۰۱کال کې افغان ښځو ته د سرپرست حکومت ۲۹ سپارښتنې

د دې ترڅنګ ۱۴۰۱کال کې په شاوخوا ۲۹ برخو کې افغان مېرمنو ته سپارښتنې کړې دي. د ۱۴۰۱ د وري پر شپږمه او اوومه ښځې له محرم پرته له هوايي سفرونو او تفرېحې ځایونو ته له تګ منع شوې. د غويي پر درېیمه بیا د لوړو زده‌کړو وزارت پوهنتونونو کې د نجونو او نارینه‌وو د زده‌کړو ورځې جلا کړې او د همدې میاشتې پر ۱۸مه سپارښتنه وشوه چې ښځې باید حجاب وکړي.

د غويي پر ۲۹مه د تصویري رسنیو ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه چې د خپرونې مخته وړو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي او په همدې میاشت کې یې هرات کې ښځې له موټر چلولو محرومې شوې.

غزني کې د یوې سرچینې په وینا، د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر یوولسمه د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زده‌کوونکو ته وویل شول چې ښوونځي د تګ‌راتګ پرمهال باید خپل مخونه وپوښي او د همدې میاشتې پر ۲۰مه، ۲۴مه، ۲۵مه، ۲۶مه او ۲۷مه نارینه‌وو خیاطانو ته سپارښتنه وشوه چې له دې وروسته دې د ښځو جامې نه‌ګنډي.

د غبرګولې پر ۲۵مه هرات کې د استیناف محکمې اعلان وکړ چې «ښځې حق نه‌لري، محکمه ته له خپل خاوند شکایت وکړي، ځکه د کورنیو تاوتریخوالي په تړاو د ښځو شکایتونو ته رسېدنه نه‌کېږي.» هرات کې د ښځینه توکو پېر او پلور بند شو او جوماتونو ته له تګ راوګرځول شوې.

د ۱۴۰۱کال د چنګاښ پر ۱۳مه فاریاب کې د وادونو هوټلونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګېد او د همدې میاشتې پر ۲۸مه بیا د مالیې وزارت د عوایدو ریاست په یوې خبرپاڼه کې له ښځو غوښتنه کړې وه چې د خپل ځان پر ځای، د کورنیو نارینه دوی ته د کار کولو لپآره ورمعرفي کړي.

د همدې حال د وږي پر ۱۴مه د سرپرست حکومت ویاند قضايي ارګانونو د ښځو شتون، د شرعي قوانینو خلاف وباله. د ۱۴۰۱کال د تلې پر نهمه، د لوړو زده‌کړو وزارت د کانکور ازموینه کې د نجونو لپآره د ځینو پوهنځي پر ټاکنې محدودیت ولګاوه او د لړم پر ۳مه، د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ټلوېزیوني ډرامو کې د ښځو پر رول بندیز ولګاوه او د لړم پر ۱۷مه، د ښځو پر مخ د حمانونو، تفرېحې‌ځانونو او کلبونو ترواز وتړل شوې.

د ۱۴۰۱کال د لیندۍ پر لومړۍ او درېیمه، نجونې د پوهنتون له فراغت‌ مراسمو راوګرځول شوې او غزني کې هم ښځې د سیم‌کارټونو له پلور منع شوې. د همدې میاشتې پر ۳مه، د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري په یوه فرمان کې تر بلې خبرتیا ښځې پوهنتون ته له تګ منع شوې.


د سلام‌وطندار موندنې؛ د دولتي او خصوصي ادارو د ۲۱ ښځینه کارکوونکو له ډلې د ۱۸ هغو تنخواوې کمې شوي

د سلام‌وطندار موندنې؛ قابلې د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي

د سلام‌وطندار موندنې؛ بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد شوي


د همدې کال د مرغومې پر لومړۍ د لوړو زده‌کړو وزارت امر وکړ چې د ښځینه زده‌کړیالانو مونوګرافونه دې ونه‌منل شي او پوهنتون ته د ښځینه استادانو، کارکوونکو او خدمه‌وو پر تګ یې هم بندیز ولګاوه. د اقتصاد وزارت د مرغومې پر درېیمه یوې خبرپاڼه کې ښځې له کورنیو نادولتي ادارو راوګرځول شوې او همدې میاشت کې ځینې دینې مدرسې هم د ښځو پر مخ وتړل شوې.

د مرغومې پر ۱۵مه هرات کې د کافو مسوولانو ته سپارښتنه وشوه چې د ښځو له ورتګ مخنیوی وکړي او همداراز د مرغومې پر ۱۶مه او ۱۸مه، بلخ کې د ښځو بازار هم د لنډ مهال لپاره وتړل شو او د همدې ولایت روغتیايي مرکزونو کې د ښځو او نارینه‌وو څانګې جلا شوې. د همدې کال د سلواغې پر اتمه د لوړو زده‌کړو وزارت یوه مکتوب کې له خصوصي پوهنتونونو غوښتنه وکړه چې د نجونو له جذب ډډه وکړي.

۱۴۰۰کال کې افغان نجونو او ښځو ته د سرپرست حکومت سپارښتنې

د ۱۴۰۰کال زمري پر ۲۴مه د جمهوریت په پرځېدو او د سرپرست حکومت په راتلو سره د اداور ښځینه کارکوونکې او د ښوونځیو زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې د نامعلوم برخلیک له امله یوه موده زړه ښه نه‌کړ چې ښوونیزو مرکزونو او ادارو ته لاړې شي.

د ۱۴۰۰کال د وږي پر ۱۶مه سرپرست حکومت خپله کابینه اعلان کړه چې په‌کې هېڅ ښځې شتون نه‌درلود او د ښځو چارو وزارت منحل او ودانۍ یې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ته وسپارل شوه. د دې ترڅنګ د ښځو ملاتړي بنسټونه، د بشرحقونو خپلواک کمېسیون او وروسته د امن کورونه هم وتړل شول.

همداراز د همدې میاشتې پر درېیمه، ۱۶مه، ۱۷مه، ۲۸مه او ۳۱مه ښځې په دولتي ادارو کې د حجاب پر مراعتولو مکلفې شوې او پر مدني اعتراضونو د محدودیت ترڅنګ کلبونو ته له تګ هم راوګرځول شوې.

له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي وتړل شول او کابل ښاروالي ښځینه کارکوونکو باندې محدودیتونه وضع او ډېری دولتي ادارو کې د ښځو کارونه ودرول شول.

بل‌خوا د ۱۴۰۰کال د وږي میاشتې په منځ کې د امن کورونو جواز لغوه او د زیانمنو مېرمنو له قوله چې دې کورونو کې اوسېدې، د لنډې مودې لپاره زندانونو ته لېږدول شوې وې، ځینې یې بې‌برخلیکه او ځینې بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوې.

د ۱۴۰۰کال د لړم پر ۳مه افغانستان کې پر هغو سریالونو بندیز ولګېد چې ښځو په‌کې کار کړی وو. د لیندۍ پر دویمه د مدافع وکیلانو خپلواک انجمن عدلیې وزارت سره مدغم شو او د ښځینه وکیلانو جواز هم لغوه شو.

د همدې میاشتې پر ۱۲مه د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په یوې بیانیه کې په تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو رسنیو کې د ښځو د غږ پر خپراوي هم محدودیت لګولی وو. د کب پر اتمه ښځې له محرم پرته بهرنیو تحصیلي بورسونو کې له ګډون او تګ منع شوې.

د ۱۴۰۰کال د مرغومې پر پنځمه او اتمه له هېواد بهر او په کور دننه له شرعي محرم پرته د ښځو او نجونو پر څه باندې ۷۲مه کیلومټره ځمکني سفر بندیز ولګېد. د همدې حال د سلواغې پر لومړۍ نېټه په ځینو ولایتونو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه چې له شرعي محرم پرته حق نه‌لري چې روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي او د همدې میاشتې پر درېیمه، وویل چې عامې روغتیا وزارت کې دې د ښځو او نارینه‌وو د کارځایونه جلا شي.

سلام‌وطندار موندلې چې د سپارښتنو له ډلې ۱۴ یې د فرمان پر بنسټ، ۱۴ یې د خبرپاڼو، ۱۰ د اړوند ادارو مکتبونو، ۱۳ د بیانیو له مخې، دوه د خبرپاڼو، څلور د خبرداري په توګه، دوه نا تایید شوي او اووه هم د سرپرست حکومت د جوړښت پر اساس شوې دي.

همداراز یادې سپارښتنې ۲۴یې ټولنیزو او حقوقي، ۲۴یې نورې یې کاري برخو او ۱۸یې ښوونیزو برخو کې ورکړل شوې دي. سلام‌وطندار همداراز موندلې چې ولایتونو کې ښځو ته د سپارښتنو بڼې بېلابېلې وې چې د کابل په ګډون ولایتونو کې ښځې له ډېر محدودیت سره مخ دي. د ورکړل شویو سپارښتنو له ډلې یې ۲۴ ولایتونو او ۴۲ یې د کابل په ګډون، ټول افغانستان کې ورکړل شوې دي.

په ورته مهال د ښځو حقونو فعالانې، ارواح‌پوهانې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل، د هېواد راتلونکې لپاره ګواښ بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې ښځو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ښځو حقونو فعاله، حمیرا فرهنګ‌یار سلام‌وطندار ته وویل: «له بده‌مرغه چې تېرو دوه‌نیمو کلونو کې، ښځې پر بېلابېلو پلمو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي برخو کې څنډې ته کړل شوي. وروستي څه چې د ښځو په لاس کې وو، رسنۍ وې چې له دې لارې یې کولای شوای، خپلې ستونزې حل کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې ټولن‌پوه، ضیا نېک‌‌زاد وویل: «په حقیقت کې امارت پوهېږي، هغه فرمانونه چې ورکوي، د ښځو پر ژوند څه اغېز لري. د اسلامي امارت نظر باید محوري وي او د دې محدودیتونو هدف دا دی چې ښځې له ټولنې لرې او په کور شي. اسلامي امارت باید هغه فرمانونه صادر کړي چې د اسلام دین سره مطابقت ولري.»

ارواح‌پوه زکریا بارکزي وویل: «لومړی باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي، ځکه دا کولای شي، ښځې هیله‌مندې کړي او په همدې ترتیب، د پوهنتونونو دروازې هم پرانېستل شي.»

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د ښځو اړوند ځینو سپارښتنو په تړاو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د مسوولانو ځواب هم واخلو، خو هغوی د سلام‌وطندار خبریالې د پوښتنې ځواب کې وویل چې دا موضوع د یاد وزارت اړوند نه‌ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام