د ۱۴۰۲کال پرمهال افغانستان کې د ښځو اړوند مسایلو په تړاو ۱۷سپارښتنې ورکړل شوي

د سرپرست حکومت له لوري د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال افغانستان کې په ۱۷ بېلابېلو برخو کې ښځو ته سپارښتنې شوې چې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو پرمهال بیا د دې سپارښتنو شمېر ۴۹ ته رسېږي. د سرپرست حکومت په وار وار ویلي، دغه سپارښتنې د ټولنې سمون او په وینا یې، د اسلامي شریعت پلې کولو لپاره ورکول کېږي.

پاکستان کې غلو پر امبولانس برید کړی او ناروغ‌لرونکي یې لوټ کړي

د پاکستان سِند ایالت کې چارواکي وايي چې د دغه ایالت په اړوند سیمه کې وسله‌والو غلو د یوه امبولانس مخه نیولې چې له امله یې ناروغ مړ شوی او امبولانس کې له شته کسانو یې پیسې او موبایلونه اخیستي دي.

پېښه پرون پنج‌شنبه د شېکارپور په تالوکا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د غلو یوې اته کسیزې ډلې د دې امبولانس مخه ونیوله.

نن هند کې د ای‌پي‌اېل سیالیو ۱۷مه پړاو پیلېږي

ټاکل شوې چې نن جمعه، مارچ ۲۲مه د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو ۱۷م پړاو پیل شي.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې به د تېرو پړاو اتله لوبډله چینايي سوپر کنګز له رایل چلنجرز بنګلورز لوبډلې سره لوبه وکړي.

پکتیا کې «۳۰۰۰» ټابلېټ‌کا او نور نشه‌يي توکي نیول شوي

د پکتيا امنيتي مسولان وايي چې مرکز ګردېز ښار کې اړوند د دویمې امنیـتي حوزې ځواکونو له لوري شاوخوا ۳زره ټابلېټ‌کا او نور نشه‌يي توکي نیولي دي.

د دوی په وینا، د ټابلېټکا ترڅنګ امنیتي ځواکونو ۵۰کيلو ګرامه چرس او يو کیلو شیشه هم نیولي دي.

خوست کې د وژل شوي ډاکټر کورنۍ د نوموړي قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي

خوست کې د «شېرالله» په نوم د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي له حکومت غوښتنه کوي چې د نوموړي قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړي.

ډاکټر شېرالله شاوخوا لس ورځې وړاندې د دغه ولايت مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې وژل شوی و.

خواجه اصف: افغانستان سره وسله‌واله جګړه نه‌غواړو

پر افغان خاورې د پاکستان د هوايي بریدونو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وايي چې له افغانستان سره وسله‌واله نښته نه‌غواړي.

نوموړي له «امریکا غږ» سره په یوې مرکه کې ویلي: «زور وروستۍ خبره ده، خو موږ نه‌غواړو چې افغانستان سره په وسله‌واله نښته کې ښکېل شو.» هغه ویلي: «که افغانستان موږ ته د دښمن په سترګه ګوري، نو موږ ولې دوی ته یو سوداګریز دهلیز ورکړو.»

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هند سره خپله سیالي مساوي کړه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو لوبو کې بېګاه ناوخته له هند سره خپله لوبه مساوي کړه.

افغانستان او هند دغه لوبه ۰ـ۰ په پایلې سره مساوي کړه. یاده لوبه بېګاه شپه د مارچ ۲۲مه د سعودي عربستان په ډماک کلب لوبغالي کې ترسره شوه.

پکتیا کې په ۴.۹ میلیونه افغانیو د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالي اړوند سیمه کې د ۴.۹ میلیونه افغانيو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د چارواکو په وینا، دغه بند «۸۵» متره اوږدوالی، «۶.۵» متره لوړوالی او د «۱۵۰۰۰» مترمکعب اوبه زېرمه کولای شي.