Asset 1SWN

پاکستان کې غلو پر امبولانس برید کړی او ناروغ‌لرونکي یې لوټ کړي

1032446279_1422_0_4890_3468_1920x0_80_0_0_535ddeecaf16b9c2b58a1c91a30eafb3

د پاکستان سِند ایالت کې چارواکي وايي چې د دغه ایالت په اړوند سیمه کې وسله‌والو غلو د یوه امبولانس مخه نیولې چې له امله یې ناروغ مړ شوی او امبولانس کې له شته کسانو یې پیسې او موبایلونه اخیستي دي.

پېښه پرون پنج‌شنبه د شېکارپور په تالوکا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د غلو یوې اته کسیزې ډلې د دې امبولانس مخه ونیوله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد امبولانس کې د زړه حملې یو ناروغ روغتون ته لېږدول کېده چې د ډاکټرانو په وینا، روغتون ته په ځنډ د راوړلو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان ډان‌ ورځ‌پاڼې نن جمعه، مارچ ۲۲مه راپور ورکړی چې پر امبولانس د غلو د برید پر مهال یو کس ټپي شوی هم دی چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې  وړ ښودل شوی دی.

د مړه شوي کس زوی ډان ته ویلي، غلو ترې موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي اخیستي او پلار یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې پولیس هغه مهال سیمه ته ورغلل چې یاد وسله‌وال غله تښتېدلي وو. د مړه شوي کس کورنۍ له پولیسو غوښتنه کړې چې یاد غله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام