Asset 1SWN

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ یو کس وژل شوی او ۲۱ ټپیان دي

پاکستان برید

د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت اړوند «بنو» کې د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوې دي.

برید پرون یکشنبه د نومبر ۲۶مه د خېبرپښتونخوا په سوېلي ولسوالي «بنو» کې شوی دی. په ټپیانو کې ۱۳ امنیتي ځواکونه «اف‌سي» او اته ملکیان شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د درېوو امنیتي ځواکونو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پوځ د موټرو دغه کاروان له بنو څخه میران‌شاه ته روان و چې د ازاده منډۍ سیمه کې د یوه ځانمرګي برید لاندې راغی.

 ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکو یوه زرنج موټرسایکل کې بار کړي و او د پاکستاني پوځ د موټرو کاروان ته نږدې یې چاودنه ورکړې ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې برید کې ټپیان د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی او نه هم د پاکستان پوځ په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د شوي ځانمرګي برید له کبله د پاکستان نهه امنیتي ځواکونه وژل شوي وو. دا په سوېلي بنو ولسوالي کې د درېوو ورځو پر مهال درېیم مرګونی برید دی چې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام