Asset 1SWN

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ د سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي

2000

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له کبله د یوه ملکي کس په ګډون درې پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د مې ۲۴مه راپور ورکړی چې پېښه نن د شمالي وزیرستان د دته‌خېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه چک‌پواینټ د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو له مخې، په ځانمرګي برید کې یو ملکي کس او درې سرتیري وژل شوي او دوه نور پوځیان ټپیان شوي دي.

تراوسه د برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه ځانمرګی برید داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان اړوند سیمو کې وسله‌والو بریدونو زور اخیستی دی.

یادو سیمو کې د بریدونو زیاتوالي سره هم‌مهاله ځايي خلکو، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پر ضد په وار وار لاریونونه کړي او له حکومت یې خپلو سیمو کې د امنیت ټينګښت غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حکومت او پوځ بیا ټینګار لري چې د وسلوالو پر ضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام