Asset 1SWN

نن هند کې د ای‌پي‌اېل سیالیو ۱۷مه پړاو پیلېږي

-----==-==

ټاکل شوې چې نن جمعه، مارچ ۲۲مه د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو ۱۷م پړاو پیل شي.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې به د تېر پړاو اتله لوبډله چینايي سوپر کنګز له رایل چلنجرز بنګلورز لوبډلې سره لوبه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي به نن شپه ۷ بجې د چینای د چیپاک په «ام‌اې چېډامبرام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د هند کرېکټ غوره لیګ سږني پړاو کې د یو‌شمېر لوبډلو لوبډلمشران بدل شوي او لوبډلو کې هم بدلون راغلی دی. چینای لوبډله چې مخکې یې لوبډلمشر ام‌اېس ډوني و، اوس یې لوبډلمشري روتراج کای‌ګ‌وال ته ورکړل شوې.

هارډ پانډیا د ممبی، چټېش شرما د پنجاب، پات کمېنس سنرایرز حیدارباد، شوبمن ګېل د ګجرات او ډیلي کپېټل ته هم ریشپ پانډ د لوبډلمشر په توګه راګرځېدلی دی.

دغه لیګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو‌شمېر پیاوړي لوبغاړي هم اخیستل شوي چې عظمت‌الله عمرزی به په لومړي ځل دې لیګ کې ولوبېږي.

راشدخان، نوراحمد، راحمن‌الله ګربز او نوین‌الحق نور هغه افغان لوبغاړي دي چې د هند غوره لیګ سیالیو کې به د خپلو لوبډلو په ګټه ولوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۴کال ای‌پي‌اېل لیګ ۱۷م پړاو لوبې به نن جمعه د مارچ ۲۲مه پیل او د مې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي. یاد لیګ کې به لس لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام