د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې کلکته نایټراډرز له ممبی انډیینز او ګوجرات ټایټنز له راجستان رویلز سره سیالي کوي.
د نن ورځې لومړي سیالي کې به کلکته نایټراډرز له ممبی انډیینز سره ۲:۳۰ بجې لوبه پیل کړي او ماښام ۶:۳۰ بجې به ګوجرات له راجستان رویلز سره سیالي وکړي.
کلکته نایټراډرز لوبډله چې افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز هم پهکې لوبېږي، تراوسه روان ایاپياېل لیګ کې څلور لوبې کړي چې دوه یې بایللي او دوه یې ګټلي دي.
افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز چې تراوسه یې د کلکتې لپاره دغه لیګ کې څلور لوبې کړي، یوازې یوه ۵۰ لري او پاتې لوبو کې هغه ډول چې تمه ترې کېږي، ښه نه دی ځلېدلی.
کلکته نایټراډرز لوبډلې که څه هم تراوسه ښې لوبې کړي، خو د توپوهنې برخه کې یې پیلیزو لوبغاړو هغه ډول چې پکار ده، ښه توپوهنه نه ده کړې. جېسن روی او لېټن ډاس بیا دوه هغه توپوهونکي دي چې ښايي کلکته یې راتلونکو لوبو کې ولوبوي.
بلخوا ممبی انډیینز لوبډلې بیا تراوسه دغه لیګ کې درې لوبې کړي او یوازې تېره لوبه کې یې بریا خپله کړه او د جدول په نهم ځای کې شتون لري.
ګوجرات ټایټنز چې افغان ګوګلي ماسټر راشدخان هم پهکې لوبه کوي، نن ماښام له راجستان رویلز سره مخ شي. ګوجراټ له خپلو کړیو څلور لوبو درې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
راجستان رویلز بیا دا مهال د ایپياېل لیګ د جدول په سر کې ده او له څلور لوبو یې درې ګټلي چې د غوره رنز رېټ له امله د جدول په سر کې ده.