د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن ورځ او شپه د څلورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دوه لوبې کېږي. په لومړۍ لوبه کې به راجستان رویلز د رویل چلنجر بنګلور او دویمه سیالي کې به چینای سوپر کنګز له کلکته نایټراډرز سره ولوبېږي.
د نن ورځې لومړۍ سیالي به ۲:۳۰ بجې او دویمه لوبه به ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.
راجستان رویلز چې دا مهال د جدول په لومړۍ لیکه کې شتون لري، په شپږو لوبو کې یې څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي. بنګلور لوبډله بیا تراوسه له کړیو شپږو لوبو درې ګټلي او درې یې بایللي چې د جدول اووم ځای یې خپل کړی دی.
بلخوا چینای سوپر کنګز لوبډله بیا د اماېس ډوهني په لوبډلمشرۍ کې پیاوړې راښکاره شوې او له کړیو شپږو لوبو څخه یې څلور ګټلي، دوو کې یې ماته خوړلې او د جدول درېیمه لیکه یې خپله کړې ده.
کلکته نایټراډرز چې له ځان سره پیاوړي لوبغاړي لري او افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز هم پهکې لوبېږي، وروستیو لوبو کې ښه نه ده ځلېدلې او له خپلو کړیو شپږو لوبو څخه یې یوازې دوه لوبې ګټلي او پاتیو سیالیو کې یې ماته خوړلې ده. کلکته دا مهال د جدول اتم ځای کې شتون لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ایپياېل لیګ د پرون ورځې په سیالیو کې بیا له په زړه پورو لوبو وروسته ګوجرات ټایټنز لکناو سوپر جاینټز او پنجاب کنګز ممبی انډیینز لوبډلې ته ماته ورکړه.