Asset 1SWN

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هند سره خپله سیالي مساوي کړه

433929916_795316925962792_220442561978729035_n

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو لوبو کې بېګاه ناوخته له هند سره خپله لوبه مساوي کړه.

افغانستان او هند دغه لوبه ۰ـ۰ په پایلې سره مساوي کړه. یاده لوبه بېګاه شپه د مارچ ۲۲مه د سعودي عربستان په ډماک کلب لوبغالي کې ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې لوبې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیا فوټبال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي.

افغانستان د دې سیالیو په «اې» ډله کې له قطر، هند او کوېټ سره مخ دی. افغان فوټبال ملي لوبډلې تراوسه خپل ګروپ کې درې لوبې کړي چې دوه یې بایللي او یوه یې مساوې کړې.

قطر په درې بریاوو سره د ګروپ په سر کې، هند په یوې بریا دویم او کوېټ هم په یوې بریا، درېیم ځای خپل کړی دی.

افغانستان نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ دوو لوبو کې له قطر ۸.۱ او له کوېټ ۴.۰ ماته خوړلې او درېیمه سیالي له هند سره مساوي کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان به د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه هند کې د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډلې سره د راتګ لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام